چين: د امريکا څارګرې کړنې د منلو وړ نه دي
cri2021-06-04 11:56:41
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په درېيمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د امريکا هغه کړنې چې خپل ملګري يې څارلي، د منلو وړ نه دي او هغه کړنې چې ټوله نړۍ يې څارلې، د زغملو وړ نه دي. نوموړي زياته کړه، چې امريکا له اوږدې مودې راهیسې له خپلو پرمختللو تخنيکونو په کار اخيستلو په نړۍ کې په لويې پيمانې څارګرې کړنې ترسره کوي او د دې ترڅنګ د خپل امنيت د ساتلو په پلمه يې د نورو هېوادونو پر تصديو بنديزونه لګولي دي، چې له دې څخه د دغه هېواد رياکارانه څېره او باداري څرګندیږي.