امريکا نورو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسين د لومړۍ جوپې د ويشلو پلان اعلان کړ
cri2021-06-04 11:52:11
شريکول:

د امریکا ولسمشر جوبايډن د جون په درېيمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره نورو هېوادونو ته ۲۵ ميليونه دوزه کرونا ضد واکسین د ويشلو پلان اعلان کړ.

نوموړي په دغه اعلاميه کې ويلي، چې امريکا به د روغتيا نړيوال سازمان ترمشرۍ لاندې کواکس پلان ته کابو ۱۹ ميليونه دوزه کرونا ضد واکسین برابر کړي، چې پکې به ۶ ميليونه دوزه لاتيني امريکا او کاربين سيمې ته، ۷ ميليونه دوزه به جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا ته او ۵ ميليونه دوزه به افريقا ته ورکړي او پاتې نور ۶ ميليونه دوزه به د کاناډا، مکسيکو، هند او کوریا جمهوریت (جنوبي کوریا) په ګډون خپلو ملګرو او ګاونډيو هېوادونو او د کورنا وبا له امله سختو زيانمنو هېوادونو ته ورکړي.