د امريکا د ځينو سياستوالو کړنې مسخره دي
cri2021-06-04 14:52:55
شريکول:

امريکا په دې وروستيو ورځو کې د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو په تړاو يوه بله پاڼه اړولې ده.

 د دغه هيواد رسنيو، سياستوالو او استخباراتي ادارې په وار سره د لوبغاړو په شان خپل رول لوبولی او پر چين يې د تور لګولو لوبه ترسره کړې ده.

يادو لوبغاړو ډېر کوښښونه کړي، خو هېڅ اغېزه يې نه ده کړې او کړنې يې د پخوا په شان په ډګر يوازې پاتې شوې دي.

والستريټ ورځپاڼې د روغتيا نړيوالې غونډې تر پيل مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، چې د دوی ادارې د امريکا يو پټ سند تر لاسه کړی، چې له مخې يې غواړي، د وو هان پر لابراتور بې ځایه تورونه ولګوي. ور پسې ځينو امريکايي رسنيو اړوند درواغ جوړ او خپاره کړل. د امريکا ولسمشر د عامه فشار په پلمه د دغه هيواد استخباراتي ادارې ته د ويروس د سرچېنې د پيدا کولو په پار حکم وکړ او په دې سره یې پر چين د تورونو لګولو د بلې طرحې پاڼه واړوله او يوه دوسيسه یې پيل کړه.

د امريکې دغه ګامونه خلکو ته اشنا دي، څرنګه چې د امريکا دا کړنې د چين پر شينجيانګ د بې ځايه تورونو لګولو ګامونو سره ورته دي، يوازې له اړتيا سره سم يې لوبغاړي بدلېږي. د يادولو وړ ده، چې د دغې ليکنې ليکوال مايک ګودن دی. دغه سړي ډېر کاله مخکې په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې هغه دروغ هم جوړ کړي وو، چې په عراق کې د ګڼ وژنې وسلې موجودې دي، خو وروسته په عراق کې هیڅ ونه موندل شول او له دې امله د دغه سړي نوم له جعلي خبر او درواغو سره وتړل شو او اوس څوک پرې باور نه کوي. امريکې پر عراق د يادو وسلو په پلمه بريد وکړ، تر دې دمه شل کالونه په تېرېدو دي او دغه هيواد لا هم د جنګ په اور کې سوزي، خو ګڼ وژونکې وسلې پکې ونه موندل شوې، خو مايک ګودن له هېڅ منفي اغېزې سره مخ نه دی او په دوامداره توګه  اوس هم  درواغ جوړوي. نو دغه کس څه کاره او رول يې څه دی؟

والستريټ ورځپاڼې د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې د ((چين يو اسيايي ناروغ )) تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه، چې له مخې يې په غټو ټکو تبعیض ته لمن ووهله او د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې يې د چين پر کوښښونو سترګې پټې کړي او تورونه يې ولګول. نړيوالې ټولنې دغه ليکنه سخته وغندله.

اوس دغه ورځپاڼه د کرونا ويروس د سرچينې په پلټنه کې يو ځل بيا پر چين د بې ځایه تورونه لګولو په برخه کې مخکښ رول لوبوي، دا د دې ښودنه کوي چې دغه ورځپاڼه يوازې د امريکا د سياستوالو يوه سياسي وسيله ده.

د امريکا حکومت استخباراتي ادارې ته حکم کړی، چې د ساينسپوهانو پر ځای کارونه ترسره کړي او په ۹۰ ورځو کې راپور خپور کړي. دا حکم بيخي مسخره دی.

د امريکا استخباراتي اداره هېڅ د باور وړ نه ده، ځکه دغه اداره نه يوازې په يو شمېر هېوادونو کې د قودتا پټ غورځنګونه رامنځته کوي، بلکې د خپلو ملګرو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو پټ مالومات هم څاري. د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير او د استخباراتي ارګان پخواني مشر مايک پنپيو ويلي، چې ((موږ درواغ جوړوو، دوکې او غلا کوو، دا د امريکا د دوامدارې ودې او پرمختګ رمز دی.)) د امريکا د استخباراتي ادارې يو لړ کړنو د ده وينا تائيد کړې ده.

لوبه يوازې لوبه ده، هېڅ څپه نه شي راوړلی او نړۍ ته دوکه نه شي ورکولی.

نړۍ د امريکا د استخباراتي ادارې ناوړه کړنې ښې پېژندلې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان څو ځلي خبرداری ورکړی، چې د کرونا ويروس د سرچينې پلټنې کارونه د سياسي موخو له امله خرابيږي.

د امريکا د استخباراتي ادارې لخوا د دغه ويروس د سرچينې پيدا کولو چارې له ساینس سره بيخي په ټکر کې دي، ځکه يوازې سایسنپوهان کولی شي، چې د دې ویروس سرچېنه پيدا کړي