د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير د هيواد له ټولو اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي په پار په کورونو کې پاتی شي
CRI2021-06-04 11:21:45
شريکول:

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکتر وحيد مجروح د جون په ۳مه نېټه د هېواد له ټولو اوسيدونکو وغوښتل چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې په کورونو کې پاتې شي او  د  ګڼې ګوڼې ځايونو ته دې له ورتګ ډډه وکړي.

نوموړي په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، که عام خلک د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د کرونا وبا د مخنيوي وړانديزونه مرعات نه کړي، په دغه هېواد کې به د کرونا وبا ژر له کنټرول څخه ووځي. هغه زياته کړې چې د دغه هېواد زيات روغتونونه د اکسيجن د کمېدو له حالت سره مخ دي او حکومت هڅې کوي چې دغو روغتونونو ته پوره اکسيجن برابر کړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د جون په ۳مه نېټه د کرونا وبا په اړه يوه تازه شميره خپره کړه چې له مخې يې د تيرې ورځې د کرونا د نويو پيښو شمېر ۱۵۰۹ ته رسيدلی او په دغه هېواد کې د کرونا د ټولو پيښو شمېر ۷۶۶۵۳ ته رسيدلی دی.