مارتین جاکس: د چین کمونېست ګوند بې له شکه په تیرو ۱۰۰ کلونو کې ترټولو بریالی ګوند دی
cri2021-06-05 11:35:11
شريکول:

  د بريټانيا د کیمبرج پوهنتون لوړپوړی څېړونکي او د فو دان پوهنتون د چین انسټيټيوټ لوړپوړی څېړونکي مارتین جاکس په دې وروستیو کې په چینايي رسنیو کې یوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی د چین کمونېست ګوند بې له شکه په تیرو ۱۰۰ کلونو کې ترټولو بریالي ګوند دی.

په ياده مقاله کې ویل شوي چې د چین کمونېست ګوند هیڅکله فکر نه دی کړی چې خپل سیاسي نظام د نورو هیوادونو لپاره نمونه کیدای شي او د چین سمسورتيا په دې کې بدلون نه دی راوستی. خو د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او اهمیت سره ، نور هېوادونه ښايي په بیلابیلو برخو کې دغه هېواد د نمونې په توګه ګوري.  

مقالې دا هم په ګوته کړې چې لویدیځو هېوادونو د چین د کمونېست ګوند په پوهیدو کې ډېر پاتې راغلی. دوی د چین کمونېست ګوند د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند سره معادل ګڼي، خو په حقیقت کې دواړه ګوندونه مشترک نه دي. د چین کمونېست ګوند په کنفوشینزم کې ریښه لري ، ویل کېږي چې دغه ګوند د مارکسیزم او کنفوسیوزم یوه ټولګه ده.