شي جين پينګ د چاپيريال نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
cri2021-06-05 15:13:39
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين بینګ د جون په پنځمه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د چاپيريال نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، چې سږکال د ملګرو ملتونو د ايکلوژيکي سيستم د اعادې پلان د پلي کولو لپاره لومړی کال دی او په پاکستان کې د ايکلوژيکي سيستم د اعادې تر عنوان لاندې روانه غونډه ډېر اهميت لري. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ځمکې کره د انسانانو ګډ کور دی. که ايکلوژي ښه وي، نو د انسانانو تمدن به هم پرمختګ ولري. انسانان بايد طبعيت ته درناوی وکړي، د طبعيت له اصولو له مخې دې چارې پرمخ يوسي او طبعيت دې په ښه توګه وساتي. اقليمي بدلون، د بيلوژيکی تنوع خرابېدل، د ځمکو صحرايي کېدل او ډېره سخته هوا د انسانانو ژوند او پرمختګ ته ډېر ګواښونه پېښ کړي دي. انسانان په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي چې ګډ برخليک لري، نو نړيواله ټولنه دې په ټينګ هوډ سره جدي اقدامات غوره کړي او د نړیوال چاپيريال اداري سيستم اصلاح کړي.

شي جين پينګ زیاته کړه چې چين به په روان کال کې د بيلوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو خواوو غونډه کوربه شي او هيله لري چې له بېلابېلو خواوو سره د چاپيريال د ساتلو په اړه بحثونه وکړي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۲ کال کې د جون پنځمه نېټه د چاپيريال د نړيوالې ورځې په توګه وټاکله او له هغه وروسته د دغه سازمان د چاپيريال د پلان جوړولو اداره هر کال په يوه غړي هېواد کې د دغې نړیوالې ورځې لمانځغونډه ترسره کوي.