د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د چاپيريال په هکله لس لويې علمي او تخنيکي لاسته راوړنې خپرې شوې دي
cri2021-06-06 10:38:23
شريکول:

د چاپيريال د نړيوالې ورځې د رارسيدو پر مهال د چين د علومو او تخنيکونو ټولنې د ايکولوژيکي چاپيريال ټولنې د جون په پنځمه نېټه د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د ايکولوژيکي چاپيريال په هکله لس لويې علمي او تخنيکي لاسته راوړنې خپرې کړې.

د چين د علومو او تخنيکونو ټولنې د ګوندي کميټې منشي غړي او د سکتريت سکريتر لو جاو پينګ وويل چې د يادو لسو لويو علمي او تخنيکي لاسته راوړنو خپرېدل د چين د ايکولوژيکي چاپيريال په برخه کې د مخکښ علمي او تخنيکي سويې ښکارندويي کوي او ور څخه په دې برخه کې د چين د علمي او تخنيکي کارکوونکو زيارونه او هڅې ښکاريږي. نو دغه لاسته راوړنې به خامخا د چين د چاپيريال د ساتنې او د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ لپاره قوي زمينه برابره کړي.

په چين کې د م م د چاپيريال پروګرام ادارې استازي تو ژوي هه دې ته اشاره وکړه چې د راپور له مخې اقليمي بدلون، د ايکولوژيکي سيستم کمزورتيا او ککړتيا د نړيوال چاپيريال پر وړاندې درې ننګونې ګڼل کيږي. هغه زياته کړه چې د م م د چاپيريال پروګرام اداره به له اړوندو خواوو سره همکاريو ته دوام ور کړي تر څو يادې ننګونې لېرې شي.