د روسيې ولسمشر: امريکا د پخوانی شوروي اتحاد پخوانۍ لاره تکراروي
CRI2021-06-06 11:16:48
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په ۴مه نېټه د سانټ پيتربورګ د نړيوال اقتصاد په فورم کې د ګډون په وخت کې خبري رسنيو ته ويلي، امريکا اوس په باوري او ټينګ سره د پخواني شوروي اتحاد پخوانۍ لاره تکراروي. هغه په مستقيمه توګه وويل، امريکا اوس يوه څرګنده مسئله لري چې د خپل ځواک په اړه پوره باور لري او هميشه د ځان لپاره ستونزې رامنځته کوي چې نشي کولی ورسره مقابله وکړي، لکه څنګه چې پخواني شوروي اتحاد وکړ.

د ټاکلي پلان له مخې د روسيې او امريکا د ولسمشرانو تر منځ د خبرو اترو ورځ ته څه دپاسه يوه اونۍ پاتي ده. ولاديمير پوټين په همدې ورځ د دغو خبرو اترو په هکله وويل، اوسمهال د دواړو هيوادونو اړيکې په ټيټې سويې کې دې او د دواړو خواوو تر منځ يوازينی توپير دا دی: امريکا په پرانيستي ډول د روسيې د پرمختګ د مخنيوي نيت څرګند کړ. پوټين د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره د کتنې له لارې د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د بدلون په اړه هيله نه لري، خو هيله من دی چې دغه ملاقات په رغوونکې توګه تر سره شي.

د روسيې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، پوټين په همدې ورځ ويلي چې دوی په پر له پسي ډول د امريکا له کانګرس او نورو څانګو څخه ګواښونه اوريدلي چې داسی ټول د دغه هېواد د کورني سياسي بهير يوه برخه ده. د امريکا د ځينو سياستوالو په اند د دغه هېواد اقتصاد، نظامي چارې او سياسي ځواکونه ډېر غښتلي دي او د دوی لخوا رامنځته شوي مسئلې ټول حل کېدای شي. پوټين وويل، د امپراطوريو مشران دا نظر لري چې دوی نورو هېوادونو او يا ډلو ته د اخطار ورکولو، قانع کولو او د رشوت په واسطه د راضي کولو له لارې ټول مسئلې حلولی شي. خو په حقيقت کې د مسئلو په زياتېدو سره به په پای کې دوی ورسره مقابله نه شي کولی.

ولسمشر پوټين په ياد فورم کې د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو په هکله ويلي، اوس دغه اړيکې په ټيټې سويې کې دې او دواړه هېوادونه بايد د ځينو مسئلو د حلولو لارې پيدا کړي. هغه ورپسي له عمده نړيوالو خبري رسنيو سره په انلاين غونډه کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن د ارزونې په وخت کې ويلي، بايډن په ټول ژوند کې په سياسي چارو لګيا دی او ډېرې سياسي تجربې لري. نو ځکه زه هيله لرم چې هغه په جدی او هراړخيزه توګه فکر او کار وکړي.

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا او روسيې تر منځ اړيکې چې په اصلي ډول ډېرې مستونزې درلودې، په پر له پسي ډول يخ شوې چې يو پر بل بنديزونه لګول شوي، يو په بل هېواد کې ډيپلوماتان شړل شوي او داسې نور. لا پچيلي حالات دا دی چې بايډن به له پوټين سره د کتنې مخکې په نژدی راتلونکې کې د اروپايي ټولنې د ملګرو هېوادونو له مشرانو سره ليدنې وکړي. د جي ۷ هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د جون له ۱۱مې نيټې څخه تر ۱۳مې نيټې پورې په بريتانيا کې تر سره شي، دغه راز د همدې مياشت په ۱۴مه نېټه به د ناټو سرمشريزه غونډه تر سره شي. د اړوندې خبري رسنۍ په اند د بايډن د ډيپلوماتيکو ليدنو هدف دا دی چې هغه غواړي په راتلونکې کې له روسيې سره د اړيکو په هکله د ملګرو هېوادونو په نظريو وپوهيږي.

پوټين په روسيې کې د غير دوستانه هېوادونو د پانګونې په اړه پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې ويلي، روسيه به د غير دوستانه هېوادونو له غير متخاصمو شرکتونو سره همکارۍ وکړي. هغه وويل، د امريکا شاو خوا دوه سوه استازو د سانټ پيتربورګ د نړيوال اقتصاد په فورم کې ګډون وکړ او له دې څخه څرګنديږي چې امريکا نه غواړي د روسيې بازار له لاسه ورکړي. دغه فورم د جون له ۲مې نيټې څخه تر ۵مې نيتې پورې د روسيې په سانټ پيتربورګ کې تر سره شوي.