چين او اندونيزيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې د ډيالوګ او همکارۍ ميکانيزم په لومړۍ غونډه کې مهمو ګډو نظريو ته رسيدلي
cri2021-06-06 10:39:51
شريکول:

د جون په پنځمه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اندونيزیا د ځانګړي استازي او له چين سره د اندونيزيا د همکاریو له مسؤل لوخوټ سره په ګوي يانګ ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې د ډيالوګ او همکاریو ميکانيزم د لومړۍ غونډې مشري وکړه او پنځه فقره ييزو ګډو نظريو ته رسيدلي دي.
دواړو خواوو وويل چې چين او اندونيزيا به د دواړو هېوادونو د مشرانو په تليفوني خبرو کې له هدايت سره سم د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ په لور روان شي، خپل منځي سياسي متقابل باور او ستراتيژيکې تبادلې به نورې هم پياوړې کړي تر څو د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. دواړه خواوې به د کرونا ضد واکسين د څيړنې، توليد او ويش په برخو کې خپل منځيو ګډو همکاريو ته ادامه ور کړي او د کرونا ضد واکسين د پوهنې مالکيت حق له معافولو څخه ملاتړ کوي.د دې ترڅنګ دواړه هېوادونه به د يو کمربند او يوې لارې په نوم د وړانديز د پلي کولو او په سمندري چارو کې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي او په جنوبي سمندرګې کې به د اړوندو هېوادونو د عملي اصولو په هکله مشورې چټکې کړي. سربېره پردې دواړه هېوادونه به په مسلکي ښوونه کې خپلمنځي همکاري او د لوبغاړو، فکري ارګانونو او مطبوعاتو په شمول به په  ځينو نورو برخو کې به د نظرياتو تبادلې پياوړې کړي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره بنسټ کيږدي.
تر دې غونډې وروسته وانګ يي او لوخوټ د چين او اندونيزيا ترمنځ د لوړې کچې د ډيالوګ او همکاریو ميکانيزم په هکله ياددښت او د سمندري همکاریو په هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ ياددښت لاسليک کړ.