د ختيځ تيمور له ديموکراتيک جمهوريت سره د چين د مرستندويه توکو د سپارلو مراسم تر سره شول
cri2021-06-06 11:08:05
شريکول:

د جون په پنځمه نېټه د ختيځ تيمور په ديموکراتيک جمهوريت کې د چين لوی سفير شياو جياو ګوو د دې هېواد د پلازمينې ډيلي په هوايي ميدان کې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره ځايي حکومت ته د چين مرستندویه توکي وسپارل. د دې هېواد مرستيال صدراعظم، د ديپلوماتيکو همکاريو وزير، د روغتيا وزير او په دې هېواد کې د م م د غلودانو پروګرام د ادارې استازي او په دې هېواد کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
شياو جيان ګوو په خپله وينا کې وويل چې د روان کال له اپريل راهيسې په ختيځ تيمور کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ترینګلی شوی، چين تل د دې وبا خپرېدو ته پاملرنه کوي او له کرونا وبا سره په مبارزه کې د ختيځ تيمور غوښتنو ته په درنه سترګه ګوري، نو پرېکړه يې وکړه چې له دې هېواد سره مرستې وکړي. له دې څخه ښکاريږي چې چين په دې مبارزه کې له ختيځ تيمور څخه ټينګ ملاتړ کوي.