د افغانستان په بلخ ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرکژوبله اوښتې
cri2021-06-07 10:40:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند شاه عادل د جون په ۶مه نېټه وویل چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیې قوماندانۍ مخې ته د موټربم چاودنې له امله ۲ پوليس وژل شوي او د امنيتي ځواکونو د سرتېريو او عامو وګړو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي. طالبانو د دغې پېښې مسؤلیت منلی دی.

بلخوا د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدالباقي هاشمي رسنیو ته ويلي چې وسله والو طالبانو د روانې مياشتې د ۶مې نېټې په سهار د فاریاب د قيصار ولسوالۍ پر امنيتي قومندانۍ بريد وکړ چې له امله يې لس امنیتي کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا، طالبانو شل پوليس هم نيولي دي .