د چين سوداګرۍ وزارت چارواکي لي شينګ چيان د جون په ۷ مه نېټه وويل، چې چين تر اوسه پورې له ۴۰ زياتو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسين صادر کړ او له ۸۸ هېوادونو او ۴ نړيوال سازمانونو سره د واکسين مرسته کړې ده. بر سيره پر دې، چين د کرونا ضد واکسين د تطبيق نړيوال پلان(کواکس) ته ۱۰ ميليونه واکسين ورکوي.
هغه زياته کړه چې په چين کې د کرونا ضد ۲۱ ډوله واکسينونه د کلينيکي ازموينې پړاو ته ننوتلي، د ۴ واکسينونه عامه تطبيق ته يې اجازه ورکړې او د روغتيا نړيوال سازمان د چين سينواک او سينوفارم واکسينونو ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې ده. د پاکستان، کبوديا او فليپين په شمول د ډېرو هېوادونو مشرانو چيني واکسينونه کړي دي.
(مينه)