د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اېپيک) د سوداګرۍ وزيرانو ۲۷ مه غونډه د جون په پنځمه نېټه په انلاين ډول تر سره شوه.
د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو يو مسؤل د روانې مياشتې په اوومه نېټه وويل چې په روان کال کې د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ د لومړې غونډې په توګه ياده غونډه کې د کرونا وبا ضد د مبارزې او اقتصادي بیارغونې په برخو کې د سوداګرۍ د رول په اړه بحث وشو او ټولې خواوې ډیری مهمې موافقې ته رسیدلي او د روان کال د اېپيک مشرانو د غونډې لپاره يې اقتصادي او سوداګريزې پایلې برابرې کړی دی.
د اېپيک سوداګرۍ وزيرانو په يادې غونډې کې ۳ پايلې تر لاسه کړي. لومړۍ ، د وبا پر وړاندې او اقتصادي بیا رغونې په بهير کې ډیر مهم رول لوبولی دی. دوهم، دې غونډې د څو اړخیز سوداګريز سیسټم د ملاتړ لپاره قوي نښه خپره کړې. درېیم، د سیمه ييز اقتصادي يووالي بهير پر پرمخبيولو يې ټينګار کړی دی.