امريکا د بايډن او پوتين په ليدنه کې ستر برياليتوب ته ناهيلې ښکاري
cri2021-06-08 10:50:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان د جون په ۷مه نېټه وويل،  بايډن او پوتين به  ډېر ژر په ژنيو کې ملاقات وکړي، خو امريکا دې ته په تمه نه ده په دغه ليدنه کې  به ستر برياليتوب تر سره شي. 

نوموړي په همدې ورځ په سپينه ماڼۍ کې په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا دغه ملاقات د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تبادلې لپاره يو فرصت ګڼي. خو امريکا او روسيه سره د باور وړ اړيکې نه لري، امريکا به روسيې ته د دواړو خواوو د اړيکو وړاندوينه وکړي او په ډاګه به ورته ووايي چې که دا هېواد خپلو شومو کړنو ته دوام ورکړي، نو امريکا به يې پر وړاندې ځوابي تدبيرونه ونيسي. (هيله)