د چين سوداګري د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره اغېزمن رول لوبوي
cri2021-06-08 14:47:19
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جون په ۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د دغه هيواد د صادراتو او وارداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پر تله

28.2 سلنه زيات شوی دی. په يادې مودې کې د چين صادراتي ارزښت 8040 ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې 30.1 سلنه زياتوالی ښيي او وارداتي ارزښت يې 6720 ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې دا بيا 25.9 سلنه زياتوالی ښيي. تر تېرې مۍ مياشتې پورې يا په بله وينا د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت په تېرو مسلسلو ۱۲ مياشتو کې پوره زياتوالی موندلی دی.

 دا د دې ښودنه کوي، چې د چين بهرنۍ سوداګري عادي شوې او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره يې ملاتړ او باور برابر کړی دی. دا په چين کې د کرونا وبا د ښه کنټرول ښکارندويي هم کوي. د چين حکومت په وخت يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولي او د کرونا وبا پر وړاندې د مقابلې او منفې اغېزو سره سره يې له بهرنيو شرکتونو څخه پوره ملاتړ کړی دی، په عين وخت کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ عادي کېدل د نړيوالې تقضا له زياتېدو سره هم اړيکې لري.  

د چين ډېرې تصدۍ اوس زياتې سپارښتنې لري. د چين سوداګرۍ وزارت څو ورځې مخکې يوه سروې خپره کړه، چې له مخې يې له هغو څه باندې ۲۰ زرو تصديو سره يې خبرې کړي، چې غواړي، د چين د صادراتو او وارداتو په ۱۲۹م نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. د يادې سروې پايله ښيي، چې  43.2 سلنه تصدۍ د راتلونکو درېیو مياشتو لپاره ځينې سپارښتنې لري. د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار د يوه شرکت (د بېړۍ  ماشينونو او د قلوفونو په شمول توکي توليدوي) مسئول وويل، چې سږ کال د ده د نړيوالو سپارښتنو شمېر 60 سلنه زيات شوی او د توليد دنده يې د راتلونکي کال تر مارچ مياشتې پورې ترتيب شوې ده. د چيني شرکتونو د سپارښتنو په زياتېدو سره کانتينرونو ته هم اړتياوې ډېرې زياتې شوي او په ډېرو بندرونو کې تش کانتينر هم  پيدا نه کېږي.

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا او اروپا په ځينو هېوادونو کې د توکو د توليدي چارو انډول مخ په لوړېدو دی او دا د دې ښودنه کوي، چې اړتياوې يې زياتې شوې دي. دا د چين د صادراتي ارزښت د زياتېدو لپاره ګټوره ده.

نورو هېوادونو ته په تېرو ۵ مياشتو کې د چين د ماشينونو د صادراتو ارزښت 31.9 سلنه زياتوالی موندلی، چې د صادراتو په عمومي ارزښت کې نږدې 60 سلنه نيسي. په همدې مودې کې د موټرونو او اړوندو سامان الاتو د صادراتو ارزښت يې 95.8 سلنه زيات شوی دی.

د چين په نړيوالې سوداګرۍ کې د غرضې پياوړی توان د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هيواد نه يوازې د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې لپاره ګڼ شمېر طبي تجهيزات او وقايوي توکي برابرولی شي، بلکې د نړيوال اقتصاد د احیا لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته اضافي ګټه لرونکی صنعتي توليدات هم برابرولی شي.

له صادراتو پرته، نړيوالو توليداتو ته د چيني بازار اړتياوې هم مخ په زياتېدو دي او دا د نړيوال اقتصاد د بياعادي کېدو لپاره قوي حياتي ځواک برابروي. د چين بازار په حقيقت کې د نړيوالو چارو د توليد او غرضې په ځينځيرونو کې مخکښ ځای لري، د دغه هيواد لوی بازار د نړيوالو تصديو ډېرې پاملرنې راجلب کړې دي.

که څه هم د چين نړيواله سوداګري اوس عادي شوې، خو په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت لا هم ډېر سخت دی او پر نړيوالې سوداګرۍ يې ډېرې منفي اغېزې کړې دي. برسيره پر دې، سياسي عوامل هم د نړيوالې سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

چين به په دغه پيچلي وضعيت کې له څواړخيزم څخه ټينګ ملاتړ او د نړيوالې سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره به تر وسې پورې اغېزمن خدمتونه وکړي.