د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن څو ورځې مخکې ويلي چې د کرونا وبا ضد د چين په مبارزه کې سپيڅليتوب نه ښکاري، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۷مه نېټه په يوه خبري ناسته د نوموړي د دې خبرې په ځواب کې له امريکا څخه وغوښتل چې د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې پلټنې د سياسي کېدنې کارونه دې ختم کړي او پر چين د بې ځایه تورونو لګول دې پای ته ورسوي. برسيره پر دې، امريکا بايد د ياد ويروس سرچينې د پلټنې په هکله خلاصه او سپيڅلې رويه غوره کړي، خپله دنده دې پر غاړه واخلي او په خپل هېواد کې د اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره دې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته بلنه ورکړي. (هيله)