په صحرايي سيمه کې د زرغون اقتصاد د سمسورتيا رازونه
CRI2021-06-08 17:49:11
شريکول:

کوبوچي صحرا د چين د داخلي مغوليستان په وردوس ښار کې موقعيت لري او مساحت يې په چين کې اووم او نړۍ کې نهم مقام نيسي. زر کاله مخکې، دغه ځای يوه سمسوره سيمه وه، جهيلونه او ځنګلونه پکې ډېر وو، او ګڼو قومونو پکې نسل په نسل ژوند کړی دی. خو څو سوه کاله مخکې، په دغه ځای کې د جګړو اور بل و او ځايي اوسيدونکي د جنګونو له امله له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه نورو ځايونو ته کډوال شول. کورونه او پټي يې ورځ په ورځ خرابېدل او چاپيريال يې هم د سختېدو په حال کې هم و. دغه ځای په صحرا بدل شو او ځايي اوسيدونکو ورته د مړينې سمندر نوم ورکړ. د يي لي صحرا د څيړنې اکاډمۍ مرستيال جانګ جي شو وويل، ( کوبوچي صحرا په لرغوني تاريخ کې صحرا نه وه. کابو لس زره کاله مخکې، دلته پاکې اوبه او شنه ځنګلونه ولاړ وو. په هغمه وخت کې ګڼو ملي لږکيو په دغه ځای کې ژوند کاوه او د کوچيتوب ژوند يې درلود، خو د جګړو او د بې حده مالدارۍ له امله د دغې سيمې چاپيريال خراب شو او په صحرا بدله شوه. )

د وردوس ښار د هانګ جين په ولسوالۍ کې له پخوا وختونو راهيسې يو شعرد خلکو په ژبه زمزمه کېږي ، چې مانا يې داسې ده، ( په صحرا کې ژوند سخت او ستړی دی، هره ورځ سخت باد لګېږي او پر ځمکې هيڅ نباتات نه شته. کوبوچي بې وزله او ګوښه ده، دلته ماشومان له تعليم او ښوونې بې برخې دي. که په صحرا کې تګ راتګ کوو، اوبه، خوراک او هيڅ هيله نه لرو. ) له دې شعر څخه څرګندېږي، چې په هغمه وخت کې په کوبوچي سيمه کې سخت چاپيريال د خلکو پر ژوند ډېرې منفې اغيزې درلودې او د صحرا اداره کول د هر کس ارمان و. دوی غوښتل خپل ژوند ښه کړي، بې وزلۍ يې له منځه لاړه شي او اقتصاد يې سمسور شي، نو د ځايي حکومت تر لارښوونې لاندې ځايي اوسيدونکو د ( يو کمربند او درې سيمې) په نامه يوه لايحه جوړه کړه، چې له مخې يې د صحرا زرغون کمربند، د ايکولوژۍ ساتونکې سيمه، انتقالي سيمه او د استخراج سيمه ټاکل شوې دي. دوی له دې لارې د صحرا د اداري کار سيستم او پيمانه تامينوي. ښاغلي جانګ جي شو وويل،

(يو کمربند يعنې د صحرا د کنترول او د ژېړ سيند د ساتنې کمربند دی او ورته د زرغون ساتونکو ځنګلونو کمربند هم ويل کېږي. دغه راز، دوهمه سيمه طبيعت ساتونکې سيمه ده، چې د طبيعت د ساتلو په پار پکې هيڅوک ژوند نه کوی او استخراج چارې هم پکې نه تر سره کېږي. بله يې انتقالي سيمه ده، چې هلته د ايکولوژيکې سيلانۍ او ځانګړتيالرونکې ښارګوټي مواقعيت لري. په ختيځه برخه کې د استخراج سيمه ده، چې هلته په څړځايونو کې د کورنيو ژويو د روزنې نوي ډول فارمونه، کيمياوي صنعتي باغ او د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي مرکز شتون لري. )

په کوبوچي سيمه کې ځايي اوسيدونکو د تېرې پيړۍ له اتمې ليسزې راهيسې يعنې په څه باندې دېرشو کلونو کې د کابو ۶۰۰۰ کيلومتره مربع په پراخوالي صحرايي خاورې اداره کړي او د بيا زرغونېدو مساحت يې څه باندې ۳۲۰۰ کيلومتره مربع ته رسېدلی دی. په دې بهير کې علمي او تخنيکي نوښتونو ډېر مهم رول لوبولی دی. مثلأ، د اوبو د فشار په وسيله د نيالګيو د کينولو د طريقې په شمول يې ۳۴۳ ډولونه نوښتونه کړي دي او په دې مناسبت، د صحرا د زرغونېدو لګښت کم شوی، چې له زرو يوانو څخه دوو سوو يوانو ته ټيټ شوی دی. په عين وخت کې، په صحرا کې د نيالګيو د زرغونېدو انډول له دېرش سلنې څخه نوي سلنې ته لوړ شوی دی. د يی لي د منابعو شرکت په اړه د صحرا د ادارې او د ايکولوژيکې پروژې مسؤل چانګ جاو هوې وويل،

( مونږ د اوبو د فشار په وسيله يوازې په لسو ثانيو کې یو نیالګی کينوو. څرنګه چې له دې لارې د ونو د کينولو په بهير کې خاوره لږه راويستل کیږي، نو د سوري ايستلو، نيالګي کينولو او اوبه ورکولو په شمول څو مرحلې يو ځای ترسره کېږي او د نيالګيو کينولو او زرغونيدو انډول يې هم لوړ دی. پخوا د نيالګيو د زرغونيدو انډول يوازې له دېرش سلنې څخه تر پنځوس سلنې پورې و، خو اوس دغه انډول نوي سلنې ته لوړ شوی دی. مونږ تر اوسه پورې د دې طريقې له لارې د څه باندې ۳ ميليونو جريبو په پراخوالي صحرايي سيمه زرغونه کړې ده. )

د علمي او تخنيکي نوښتونو د پياوړتيا ترڅنګ ځايي حکومت د صحرايي انرژيو د کارولو له لارې د اقتصاد پياوړتيا ته هم په ډېره درنه سترګه ګوري. دوی د صحرايي خاورو په زرغونولو سره د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي چارې تر سره کوي او په دې مناسبت، کرنيزې چارې، د کورنيو ژويو روزنې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې پياوړې کوي. په دغه سيمه کې د ايکولوژۍ د بيا اعاده کېدو، د خاورو د کيفيت د لوړتيا، د لمريزې انرژۍ چارو، کرنيزو چارو، د کورنيو ژويو د روزنې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارو ښه پرمختګ موندلی دی. د يي لي د کوبوچي د ايکولوژيکې انرژۍ د محدود شرکت مدير لي فې وويل،

(د کوبوچي په صحرايي سيمه کې هر کال د لمريزو وړانګو وخت له ۳۱۸۰ ساعتونو څخه زيات وي، نو دلته د لمريزې انرژۍ په وسيله د بريښنا توليدي چارو ښه پرمختګ موندلی دی. زموږ د دې پروژې تر پوره جوړېدو وروسته به هر کال د بريښنا توليدي اندازه ۲ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو درجو ته ورسېږي.د دغو پروژو پر مټ دلته د کرنې، کورنيو ژويو د روزلو، سيلانۍ او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې هم پياوړې شوې دي. موږ د لمريزې انرژۍ تر تختو لاندې په شته ځايونو کې پټي جوړوو او د کدو او کچالو په شمول ډول ډول سبزۍ پکې کرو. موږ د لږو اوبو پاشلو او تر پلاستيکې نرۍ پردې لاندې د اوبو په څڅولو سره په سلو کې نوي اوبه سپموو. دغه راز، د يادو بوټو د زرغونيدو انډول د پخوا په پرتله دېرش سلنه لوړ شوی دی. زموږ پروژه له ۸۰۰ بې وزله کورنيو سره مرسته کوي، ځايي اوسيدونکو ته يې څه باندې ۱۰۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي او د هر کس په سر کلنۍ منځنۍ ګټې تر لس زرو يوانو زياتې شوې دي. )

بايندولين د وردوس ښار د هانګ جين ولسوالۍ داوتو کلي مالدار دی. پخوا يې کورنۍ له نورو ۳۵ کورنيو سره د ۱۰۰۰ کيلومتره مربع په پراخوالي صحرايي سيمه کې د کوچيتوب ژوند کاوه. په همغه وخت کې دلته چاپيريال د سختېدو په حال کې و، نو ژوند يې بې وزله و. ځايي حکومت په ۲۰۰۶م کال کې د ۲۲ ميليونو يوانو پانګو په لګولو سره د داوتو نوی کلی جوړ کړ او هره کورنۍ يې په وړيا توګه د ۱۰۶ متره مربع په پراخوالي نوي کور ته انتقال کړه. دغه راز، حکومت د دوی لپاره د کرنيزو چارو شنې خونې هم جوړې کړې دي. ځايي اوسيدونکي د حکومت تر لارښوونې لاندې د صحرا د زرغونولو تر څنګ سيلانۍ هم تر سره کوي، دوی سيلانيانو ته خپل اسان او اوښان کرايه کوي. اوس د دغه کلي ۳۶ کورنۍ ټولې له بې وزلۍ څخه وتلي او کلني منځنۍ عايدات يې څو سوو زرو يوانو ته رسېږي. ښاغلي بايندولين وويل،

( خاوره زرغونه شوې او چاپيريال ښه شوی دی. زموږ ژوند د پخوا په پرتله ښه شوی او زموږ کلي ته سړک جوړ شوی دی. موږ په دوبي کې سيلاني کوو او رسټورانټ او هوټل پرانيزو. څرنګه چې موږ نسل په نسل کوچيتوب کوو، نو په ژمي کې موږ د پسونو او غوايانو په شمول کورني ژوي روزو. په ټوله کې، زموږ د ژوند سويه لوړه شوې ده. )

په کوبوچي سيمه کې د صحرايي کېدو د مخنيوي په سيستم کې ايکولوژيکې، اقتصادي او ټولنيزې ګټې تر سره کېږي او د بشريت او طعبيت ترمنځ د همغږۍ يوه نوې پاڼه پکې پرانيستل شوې ده. په ۲۰۱۴م کال کې، د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې ادارې د کوبوچې سيمه د ايکولوژيک اقتصاد د نمونوي سيمې په توګه وټاکله. نړۍ د کوبوچي تجربې منلې دي.