پنګ لي يوان د روغتيا نړيوال سازمان د يوې انلاين غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه
CRI2021-06-08 09:52:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د اېډز او توبرکلوز ناروغيو د مخنيوي او درملنې په چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان ځانګړې استازې پنګ لي يوان د جون په اوومه نېټه د نوموړي سازمان په بلنه د يادو ناروغيو په اړه د يوې انلاين غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

پنګ لي يوان په خپله وينا کې وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې تر ګډو کوښښونو لاندې په ګردې نړۍ کې د اېډز او توبرکلوز ناروغيو د مخنيوي په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. چين ګام په ګام د دغو دوو ناروغيو د مخنيوي او درملنې د ادارو ترمنځ د همکارۍ ميکانيزم جوړ کړی دی. په چين کې د اېډز ناروغۍ د خپرېدو حالت په ښه توګه کنترول شوی او له تېرو شلو کلونو راهيسې د توبرکلوز ناروغۍ د رامنځته کېدو انډول پکې څلوېښت سلنه کم شوی او د نوموړې ناروغۍ له امله د مړينې انډول يې بيا اويا سلنه ټيټ شوی، چې دغه برياليتوبونه د چين حکومت د لوړې پاملرنې او د دغه هېواد د طبي کارکوونکو د داوطلبانه کوښښونو نتيجه ده.