چين د بشري حقونو په پلمه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د پرېکون په اړه د امريکا له وړانديز سره سخت مخالفت کوي
cri2021-06-09 14:44:18
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين د بشري حقونو په پلمه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د پرېکون په اړه د امريکا له وړانديز سره سخت مخالفت کوي. 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټونی بلينکن څو ورځې مخکې اعلان کړی چې له ملګرو سره به مشورې وکړي چې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د پرېکون ګډ عمليات غوره کړي. جاو لي جيان په دې هکله وويل، د امريکا دغه کړنه به د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو ګټو او اولمپيک لوبو ته زيانونه ورسوي. د ډېرو هېوادونو حکومتونو او د اولمپيک نړيوالې کمېټې په شمول نړيوالې ټولنې د امريکا له دغې کړنې سره کلک مخالفت کړی دی. اړوندې خواوې بايد د اولمپيک لوبو په پلمه د سياسي دوسيسو له جوړولو لاس واخلي او د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو او د اولمپيک سره د مينوالو پر مخالف لوري دې نه درېږي. (هيله)