د سين هوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک د جون په ۸مه نېټه د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې تازه راپور خپور کړ. په دغه راپور کې په ۲۰۲۱ کال کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ وړاندوينه 5.6 سلنې ته لوړه شوې او د چين د اقتصادي ودې وړاندوينه 8.5 سلنې ته لوړه شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې څو عمده اقتصادونو د قوي خوځښت له کبله، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ وړاندوينه د روان کال د جنورۍ په پرتله 1.5 سلنه لوړه شوې، او دا به له ۸۰ کلونو راهيسې د نړيوال اقتصاد تر کمزورېدو وروسته د بيا پرمختګ پر لور تر ټولو ګړندی سرعت وي. (هيله)