امریکا بايد خپلو ژمنو ته د عمل جامې ورواغوندي
cri2021-06-09 11:06:59
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدیر تېدروس ادهانوم پر ځايي وخت د جون په ۷مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوس د لوړ عاید لرونکو هېوادونو خلکو د نړۍ د ۴۴ سلنې کرونا وبا ضد واکسین ترلاسه کړی ، خو د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو خلکو يوازې د نړۍ صفر اعشاريه ۴ سلنې واکسین  ترلاسه کړی دی. هغه وويل چې يو شمېر هېوادونو ژمنه کړې چې دوی به له پرمختيايي هېوادونو سره د کرونا ضد واکسین شریک کړي او د روغتيا نړيوال سازمان هم هيله ښودلې چې دوی په جون او جولای کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د امريکا حکومت په دې وروستیو ورځو کې ژمنه کړې چې د جون د میاشتې تر پای پورې به د کرونا وبا ضد ۸۰ ميلیونه ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته ورکړي. خو نړۍ تر دې دمه د امريکا عملي ګام نه دی لیدلی. ایا د امريکا له دې کړنې يو بل سیاسي فعالیت نه ښکاري؟  ډېر هېوادونه پدې اړه شکونه لري. د  دغه هېواد د پخوانۍ دورې حکومت هم ژمنه کړې وه چې د چین په ګډون پرمختیایي هېوادونو ته به د کرونا ضد مبارزې لپاره ۱۰۰ ميلیونه امریکایي ډالره برابر کړي ، خو پایله یې نشته.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له یوې مودې راهيسې د واکسین د تولید او توزیع په اړه په ښکاره ډول  "واکسین انحصار" کړی چې له امله يې د وبا د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې همکارۍ عمومي وضعیت ګډوډ شوی او د نړۍ ډېرو هېوادونو د دوی دغه کړنه غندلې ده. د واکسین د ترویج په لومړۍ مرحله کې ، امريکا د واکسین د څېړنې او پيرلو په حقونو تکیه وکړه او له خپلو اړتیاوو څخه ډېر زيات واکسینونه يې ذخیره کړل. د واکسین کولو په برخه کې یو څه پرمختګ وروسته ، ځینو امریکایي سیاستوالو د ملي بڼې د ښه والي او د چین د پرمختګ د مخنيوي لپاره د واکسین مرستې پروګرام وړاندې کړ. د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي  بین ساس (Ben Sasse ) څو ورځې مخکې په وال سټریټ ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې. نوموړي ويلي چې امريکا باید ډېر ژر د چین پر وړاندې "د واکسین ډیپلوماسي" پیل کړي.

له دې څخه څرګندېږي چې د واشنګټن لفظي ژمنې خیراتي نه دي ، بلکې خپلې سیاسي موخې يې پکې رانغاړلې دي.د څېړونکو په اند، که څه هم امريکا د واکسین د مرستې ژمنه کړې، خو د واکسین ۸۰ ميليونه ډوزه چې بهر یې لیږلي ، د لوژیستیک ، نظارت او ډیپلوماسۍ په شمول له ډېرو ننګونو سره مخ دي او دا مالومه نه ده چې کله به اړوندو هېوادونو ته ورسېږي. د امريکا خبري رسنيو په دې وروستیو ورځو کې څرګنده کړې چې دغه هېواد تر دې دمه بل هېواد ته د واکسین یو ډوز هم نه دی ورکړی. هغه هېوادونه او سیمې چې د امريکا واکسین ته سترګې په لار دي، لا يې هم د لیدو لیواله دي.

د واکسین مرسته نړیوال اخلاق دي او سیاسي وسله نه ده.  د واکسین مرستې په برخه کې که د امريکا سیاسي لاسوهنې ته وګورو، نو د کوويد-۱۹ پر وړاندې په روانې مبارزې کې د چين ونډه ښکاره ده.

چين تر اوسه پورې له ۸۰ څخه زیاتو پرمختيايي هېوادونو ته واکسین برابر کړی، له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو ته یې واکسین صادر کړی او په مجموعي ډول یې نړۍ ته له ۳۵۰ ميلیونو ډوزو څخه زیات واکسین ورکړی دی. د مالیزیا نانيانګ سيانګ پاو ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې چین په عملي اقداماتو د خلکو ژوند خوندي کوي.

ايآ امريکا د واکسین مرستې په برخه کې د چین په څېر عملي اقدامات کولی شي؟ نړۍ د امريکا د سیاسي نندارې پر ځای د دغه هېواد د واقعي کړنو ته اړتیا لري.