استراليايي رسنۍ: د استراليا او امريکا ګډه ټولنه د چين پر وړاندې جګړې ته لار هواروي
CRI2021-06-09 16:17:12
شريکول:

اېنډېپينډيټ استراليا د جون په ۷مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړې چې د استراليا او امريکا ګډه ټولنه د چين پر وړاندې جګړې ته لار هواروي.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې چين د پرمختګ بريالی شکل ښکاره کوي چې له امله يې امريکا چين ته د تهديد په سترګه ګوري او دا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو خړپړتيا عمده لامل دی. خو چين تيري کوونکی نه دی او د نظامي شخړې د نه شتوالي په حال کې يې پرمختګ موندلی او زيات شمېر اوسيدونکي يې له بېوزلۍ څخه اوباسلي دي. برعکس د امريکا حکومت په تېرو لسګونو کلونو کې په ټوله نړۍ کې نظامي لاسوهنې کړي چې له امله يې په ميليونو امريکايان د بېوزلۍ ښکار شوي دي. په دغه مقاله کې دا هم ليکل شوي چې استراليا له امريکا سره د ملګرتيا جوړولو له امله د چين پر وړاندې لا سختې تګلارې غوره کوي. خو د استراليا دغه کړنې له خپلو ګټو سره سمون نه خوري، نو استراليا بايد له امريکا سره د ګډې ټولنې جوړولو د نتيجې او بيې په هکله فکر وکړي.