د چين فيلانو د نړۍ پاملرنه راجلب کړې
cri2021-06-10 10:09:37
شريکول:

په چين کې په دې وروستيو ورځو کې د پيلانو يوې ډلې د ګردې نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده. دغو فيلانو د چین د يون نان ولايت له شي شوانګ بان نا څخه د هيواد شمال پر لور حرکت کړی او پر لار يې نه یوازې پر سړکونو او لويو لارو تګ کړی، بلکې د سفر په ترڅ کې کليوالو سيمو ته هم ننوتلي او هلته یې په کورونو کې خوراک څښاک پيدا کړی دی.

دغو فيلانو په تېرو څه باندې څلوېښتو ورځو کې لږ تر لږه پنځه سوه کیلو متره مزل کړی او عکسونو يې په ګردې نړۍ کې د دوو سوو مليونو ليدونکو پام را اړولی دی او د نړۍ لويو خبري رسنيو هم په دې وروستيو ورځو کې د دوی په اړه ډېر خبرونه خپاره کړي دي.

د چين او ځينو هېوادونو انټرنېټ کاروونکي ډېره تلوسه لري او هر وخت ياد فيلان څاري. انټرنېټ کاروونکي د هرې ورځې په سهار ټولنيزو رسنيو کې دغه فيلان څاري، چې مالومه کړي، دوی تر کوم ځایه رسيدلي دي. تر اوسه پورې يادو پيلانو د سي اېن اېن، بي بي سي، اې پي او واشينګټن پوسټ په شمول د لويديځو هېوادونو د خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده. په يوتيوب او ټويټر کې د دغو پيلانو ډول ډول ويډيوګانې ليدل کيږي.

واشينګټن پوسټ ويلي، چې دغو ۱۵ فيلانو د چينايانو خاصه پاملرنه راجلب کړې ده. د پيلانو دغې ډلې د چين په لويديځ جنوب کې ۳۰۰میله مزل کړی دی. ولې دغو فيلانو دومره اوږد واټن وهلی؟ يادې رسنۍ  دغه لامل د پيلانو د ساتلو په برخه کې د چين له لاسته راوړنو سره تړلی بللی دی. د چين حکومت له تېرو دوو لسیزو راهيسې فيلانو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د دغه هيواد په شي شوانګ بان نا او دوو شاوخواوو سيمو کې يې شمېر دوه چنده زيات شوی او عمومي شمېر يې شاوخوا درې سوو ته رسيدلی دی.

د امريکا خبري رسنيو د څارګرو کېمرو د ريکارډ له مخې ويلي، چې د دغو پيلانو يادې ډلې په شپه کې په ښارونو کې منډې وهلې، د دې ترڅنګ لسګونو بې پيلوټه الوتکو له هوا څخه د دوی فلمونه اخيستي او هغو پوليسو، چې غوښتل يې د دغو پيلانو او انسانانو ساتنه وکړي، له ټاکلي واټن څخه دوی تعقيب کړي دي. که څه هم يادو پيلانو کروندو او فصلونو ته زيانونه رسولي، خو حيواناتو او انسانانو ته يې کوم زيان نه دی اړولی.

د امريکا خبري رسنيو دا ځل معقول خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې په چين کې پيلان ښه ساتل شوي او په دغه هيواد کې د اسيايي پيلانو شمېر په ثابت ډول زيات شوی دی. اړوندې څانګې بزګرانو او نورو وګړو ته وړانديز کړی، که له پيلانو سره مخ شي، نو بايد واټن ترې وساتل شي.

د لويديځو هېوادونو په خبري رسنيو کې بي بي سي د يادو پيلانو سفر ته ډېر پام اړولی او د جون په دوهمه او څلورمه نېټه يې د يادو پيلانو په هکله درې راپورونه ورکړي دي. بي بي سي د چيني انټرنېټ کاروونکو طنزي او کومیډي نظرونه راخيستي، چې وايي دغه پيلان غواړي په کون مينګ ښار کې د م م د بيولوژيکي تنوع د تړون لاسليکوونکو په ۱۵مه غونډه کې ګډون وکړي، خو دوی سمه نېټه هېره کړې او له ټاکلي وخت څخه مخکې يې د کون مينګ پر لور حرکت کړی دی.

د جاپان خبري رسنيو هم خپلو مينوالو ته د يادو پيلانو د سفر او د چين د جنوبي جغرافيايي چاپیریال په اړه معلومات ورکړي او د حيواناتو د ساتلو په برخه کې يې د چين ښې چارې او هڅې ستايلې دي. د امريکا د خبري رسنيو په پرتله د دوی راپورونه ښه او هر اړخيز ښکاري، ځکه پوره او بشپړ مالومات يې پکې وړاندې کړې دي. د جاپان اساهي شمبون رسنۍ ويلي، چې ياد پيلان خوشحاله دي، خو ښايي پر انسانانو هم حمله وکړي، ځکه ځايي حکومت د پيلانو د ساتنې لپاره ۳۶۰ پوليس ګومارلي او د شاوخوا سيمو اوسېدونکو ته يې ويلي، چې په کورونو کې پاتې شي او فيلانو باندې کار ونه لري. دغو جاپاني خبري رسنيو د پيلانو د سفر د يادونې ترڅنګ د چين د جنوب لویديځ په باب هم معلومات وړاندې کړي او په ځايي سيمو کې د حيواناتو د ساتنې تدبيرونه يې معرفي کړي دي. دوی د حيواناتو د ساتنې په برخه کې د چين  تګلاره او هڅې ستايلې دي.

دغه پيلان لاهم د چين د شمال پر لور رون دي او د دوی ساتنې په پار د چين هلې ځلې هم دوام لري.