په نړۍ کې د شينجيانګ سمې پېژندنې په پراخېدو دي
cri2021-06-10 15:08:34
شريکول:

د جون په ۲مه نېټه د چين په شینجيانګ کې د بېوزلۍ له منځه وړل او د کليوالو سيمو د سمسورتيا په اړه يوه انلاين نړيواله مباحثوي غونډه ترسره شوه. په ژنيو کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو استازو په شمول نږدې سلو تنو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

 په دغه انلاين غونډه کې د شينجيانګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو په اړه يو ځانګړی فلم هم خپور شو. په دغه فلم کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د بېلا بېلو خواوو تدبيرونه او تر لاسه شوي برياليتوبونه بيان شوي دي.

د کشغر، اقسو او قزلسو کورواکې سيمې کليوالو مشرانو په دغو ويډيويي خبرو کې د خپلو سيمود ځانګړو زراعتي چارو د پرمختګ او د ځايي بزګرانو د روزلو په شمول د بېوزلۍ د له منځه وړلو يو لړ اغېزناک تدبيرونه معرفي کړل. په دغه غونډه کې د بېلا بېلو قومونو له وګړيو سره په ژوندۍ بڼې هم ويډيويي خبرې وشوې.

د اقسو سيمې د منسوجاتو فابريکې کارکوونکو په دغو ويډيويي خبرو کې د دغې فابريکې د ماشينونو د توليد بهير معرفي کړ. ځايي کليوال بزګر د پنبې کرلو په ترڅ کې د ماشينونو د کارونې حالات معرفي کړل او د خپل زخمت او کوښښ له لارې د شتمنۍ تر لاسه کولو کيسه يې وويله. د تورفان ښار د يوې انلاين مغازې خاوند د انلاين سوداګريز ډګر په وسيله د شينجيانګ د ځانګړو زراعتي توليداتو او قومي موسيقې الو د خرڅلاو حالات معرفي کړل. هغه وويل، ځايي حکومت په دغو چارو کې د دوی ډېر ملاتړ کړی او اوس د دوی د ژوند سويه ډېره لوړه شوې ده.

د شينجيانګ د اويغوري کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې دايمي غړي ايرکن تونياز په دغه انلاين غونډه کې وويل، شينجيانګ د يو لړ کوښښونو او هڅو په ترسره کولو سره د بېوزلۍ له منځه وړلو او د ځايي وګړيو د ژوند سويې د لوړولو په برخو کې ځيني برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. شينجيانګ اوس د دغو برياليتوبونو د ساتلو او د کليوالو سيمو د سمسورتيا د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

په ژنيو کې د چين دايمي استازي چن شو په خپله وينا کې وويل، چين په خپل هېواد کې د سختې بېوزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې ستر اهميت بولي او دغه هيواد د نړۍ لپاره مهم رول لوبولی دی. شينجيانګ په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې يوه څرګنده نمونه ده، خو ځيني هېوادونه او ځواکونه نه غواړي، د شينجيانګ سمسورتيا وګوري، نو دوی په بدنيت پر شينجيانګ ډېر بې ځایه تورونه لګولي او ډېر درواغ يې جوړ کړي او له دې لارې غواړي، د چين د پرمختګ مخه ونيسي. نوموړي باور وښود، چې د دغو هيوادونو يادې دوسيسې به هرومرو ناکاميږي او په نړۍ کې د شينجيانګ په اړه عادلانه او عيني نظريې مخ په زياتېدو دي.

د روسيې ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې ، د جاپان د سوداګرۍ يوې مجلې، د ډنمارک مجلې، د سويس اېم وچيندي (Schweiz am Wochenende) مجلې، او د برازيل او جنوبي افريقا په شمول د ځينو هېوادونو رسنيو د شينجيانګ په اړه پر له پسې ليکنې خپرې کړې دي. په دغو ليکنو کې په ډاګه شوې، چې په شينجيانګ کې د تش په نامه د ټولوژنې تورونه له حقیقته بيخي ليرې دي او دا د چين پر وړاندې د ځينو لوېديځو هېوادونو تعصب او دښمانانه رويه ده.

دوی د خپلې سياسي موخې لپاره پر چين او شينجيانګ بې ځايه تورونه لګولي دي. د دغو رسنيو په ځينو ليکنو کې دې ته اشاره شوې، چې په شينجيانګ کې د پنبې ټولولو کارونو کې ماشينونه په پراخه کچه کارول کيږي، نو د مجبورۍ کارونو په اړه د لويديځو هيوادونه تورونه بيخي دروغ دي او له حقيقته بيخي لرې دي.

د روسيې، ايران، وينزويلا، پاکستان او لاوس په شمول د ځينو هېوادونو استازو په ياده انلاين غونډه کې د چين په شينجيانګ کې تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل او و يې ويل، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د حکومت تر لارښوونې لاندې په خپلو کوښوونو سره ښه ژوند تر لاسه کړی. دغو واقعیتونو د لوېديځو هېوادونو د ځينو رسنيو درواغ په ډاګه کړي دي.