وانګ يي د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير چونګ يوي يونګ سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-06-10 10:29:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۹مه نېټه د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير چونګ يوي يونګ سره تليفوني خبرې وکړې. 

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې امريکا د هند، اسيا او ارام سمندري سيمې هغه ستراتيژي پلې کوي چې د سړې جګړې له مفکورې څخه ډکه ده او د سیمه يیزې سولې او ثبات د عمومي وضعیت لپاره ګټوره نه ده. چين د امريکا له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي. چین او کوریا جمهوريت دوستانه ګاونډي هېوادونه او ستراتیژیک همکاران دي. دواړه هېوادونه بايد پر سم دريځ ټينګار وکړي او سياسي ګډې نظريې پلې کړي. 
چونګ يوي يونګ په خپلو خبرو کې وويل چې کوریا جمهوريت د چين د نژدې ګاونډي هېواد په توګه د دواړو هېوادونو ستراتیژیکو همکاریزو اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو حساسیت پوره پیژني. کوريا جمهوريت غواړي له چین سره متقابل سياسي باور نورهم ژور کړي، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ورسره پياوړې کړي ، د دواړو هېوادونو اړيکو ته لازيات خوځنده ځواک برابر کړي او د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې لپاره فعاله نښه خپره کړي.