بريتانيا او امريکا د همکارۍ اعلاميه لاسليک کړه
cri2021-06-11 10:54:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا حکومت د جون په ۱۰مه نېټه وويل، د دغه هېواد لومړي وزير بوريس جونسون په همدې ورځ په کورنوال ولسوالۍ کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ملاقات وکړ او دواړو مشرانو د خپلمنځي ځانګړو اړيکو د ټينګښت په اړه د همکارۍ اعلاميه لاسليک کړه. 

د بريتانيا حکومت لخوا د خپره شوې اعلاميې له مخې، بوريس جونسون له جوبايډن سره د دواړو هېوادونو د اړيکو، د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو تګلارو په هکله بحثونه وکړل. برسيره پر دې، دوی د کرونا ضد واکسين د ترويج او د نړيوالې سيلانۍ د عادي کېدو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

دغو دواړو مشرانو په يادې اعلاميې کې نوې هيلې وړاندې کړي، چې دواړه هېوادونه د دفاع او امنيت، ساينس او نوښت، اقتصاد او سوداګرۍ، طبیعت او اقليم او روغتيايي چارو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي او له نړيوالو ننګونو سره ګډې مقابلې وکړي. (هيله)