چين: هيله ده، چې امريکا کواکس ته د واکسين د ورکړې ژمنه ژر پوره کړي
CRI2021-06-11 10:56:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بينګ د جون په ۱۰مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، امريکا پخوا ويلي وو، چې د کرونا ضد واکسین به لومړی خپلو خلکو ته ورکړي. دغه هېواد اوس ژمنه کړې ، چې کواکس پلان (COVAX) ته به هم واکسین ورکړي. هيله دا ده، چې امريکا خپلې ژمنې ته د عمل جامه واچوي.

وانګ وين بينګ وويل، د چين په اند، واکسین بايد نړيوال عمومي توليد وګرځي او تر وسې پورې نورو خلکو ته ورکړل شي. چين له نړيوالې ټولنې څخه تل غوښتي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې يو موټی شي او هيله لري، چې د واکسين توليدوونکي هېوادونه خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، له کواکس پلان څخه ملاتړ وکړي، څو پرمختيايي هېوادونه واکسین ژر تر لاسه کړي.