په چين کې تر ۲۰۰ زرو ډېرو بهرنيانو ته د کرونا ضد واکسین تزريق شوی
cri2021-06-11 14:56:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د چون په لسمه نېټه د دغه وزارت په یوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين حکومت په دغه هېواد کې د بهرنيانو د ژوند او روغتیا ساتنې ته پاملرنه کوي او تراوسه يې په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ زرو ډېرو بهرنيانو ته د کرونا ضد واکسین تزريق کړی دی. 

نوموړيزياته کړه، چې چين په بهرنیو هېوادونو کې تر يو ميليون او ۱۸۰ زرو ډېرو چيني اتباعو ته هم د کرونا ضد واکسين تزريق کړی او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي، څو په دغه هېواد کې زياتو بهرنيانو او په بهرنيو هېوادونو کې زياتو چينايانو ته واکسين برابر کړي.