وانګ يي د بې وسلې کولو په اړه د ژنيو د خبرو اترو په غونډه کې ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-06-12 11:07:42
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په يوولسمه نېټه د بې وسلې کولو په اړه د ژنيو د خبرو اترو په انلاين غونډه کې وويل، چې څواړخيزم مناسبه لاره ده او بېلا بېل هېوادونه بايد په دغه لاره کې ټينګ ګامونه پورته کړي او د پوځي تجهيزاتو د کنترول، بې وسلې کولو او د وسلو د خپرېدا د مخنيوي نړيوال بهير ته دې پرمختګ ورکړي.

وانګ يي په خپله وينا کې د چين په استازيتوب د پوځي تجهيزاتو د کنترول، بې وسلې کولو او د وسلو خپرېدا د مخنيوي د نړيوال بهير په اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې د همکارۍ له لارې دې سوله وموندل شي او د همکارۍ له لارې دې خونديتوب پياوړی شي.

وانګ يي وويل، چين د ځينو هېوادونو له هغو کړنو سره مخالفت کوي چې د توغنديو ضد سيمه ييز او نړيوال سيستمونه او د نورو هېوادونو په ګاونډيو سيمو کې د منځني واټن ځمکني توغندي ځای پر ځای کوي. چين له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د کيمياوي وسلو د ممنوعيت تړون له مخې خپل مسئوليت پلی کړي او ژر تر ژره د زېرمه شويو کيمياوي وسلو د له منځه وړلو کارونه بشپړ کړي.