د اوو هېوادونو ګروپ سرمشريزه غونډه د جون په ۱۱مه نېټه د بريتانيا په جنوب لوېديځ کې د کورنوال په کاربيس بې کې پرانيستل شوه.
بوريس جونسن په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، چې له کرونا وبا څخه عبرت اخيستل، په راتلونکي کې د تېرو ۱۸ مياشتو له تېروتنو څخه ډډه کول، اقتصادي احيا، د اقليمي بدلون ضد مبارزه او د نويو تخنيکونو له لارې د لوړ عايدات او توان لرونکي کارونو رامنځته کول د ټولو هېوادونو لپاره د پام وړ مسئلې دي او د دغې سرمشريزې غونډې د مضمون يوه برخه ده.
د اټکل له مخې، په همدې ورځ ناوخته به د دغې غونډې ګډه اعلاميه خپره شي.