په امريکا کې د ماشومانو د کار حالات
cri2021-06-12 15:09:04
شريکول:

د جون ۱۲مه نېټه د ماشومانو د کار پر خلاف له نړيوالې ورځې سره برابره ده.  د کارګرو نړيوال سازمان او د م م د ماشومانو صندوق د تازه راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې د ماشومانو کارګرانو شمېر له ۲۰ کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره زيات شوی دی. په عين وخت کې په ژنيو کې د کارګرو په ۱۰۹مه نړيواله غونډه کې په امريکا کې د اجباري کار او د ماشومانو د استخدام په څېر مسئلې په پراخه کچه تر انتقاد لاندې راغلې. د څېړونکو په اند، د امريکا دغه کړنې د ماشومانو د کار وضعيت د سختوالي سبب ګرځېدلی  او پدې برخه کې يې عمده مسؤليت لري.

د امريکا يو شمېر سياستوال اکثرا د "قواعدو" په اړه خبرې کوي او دروغ  يې هم جوړوي ترڅو تش په نامه د "جبري کار" او " له بشري حقونو څخه سرغړونې" په پلمه پر نورو هېوادونو تورونه ولګوي. په حقيقت کې دا د امريکا کړنې دي چې نړيوال مقررات تر پښو لاندې کوي او له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.د کارګرو نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې ، د دې سازمان له ۸ اصلي تړونونو څخه يوازې ۲ تړونونه د امريکا له خوا تصويب شوي .امريکا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تصويب شويو تړونونو شمېر يې لږ  دی.بر سېره پر دې ، امريکا په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې د ماشومانو د حقونو په اړه د م م تړون يې نه دی تصويب کړی. له دې څخه څرګندېږي چې د کارګرو حقونه او د ماشومانو خونديتوب دواړه د "امريکايي استثنا" له امله قرباني شوي دي.

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د ماشومانو کارګرو هغه انځورونه چې ۱۰۰ کاله دمخه د دغه هېواد عکس اخيستونکي لويس هين لخوا اخيستل شوي، يوځل بيا د نړۍ پاملرنه راجلب کړې. په دغو عکسونو کې ليدل کېږي چې په خطرناکو ماينونو او د تمباکو په کروندو کې د امريکا د ماشومانو کارګران له بده مرغه ژوند لري، له دوی څخه تر ټولو ټيټ عمر يوازې ۳ کلن دی.د اړوندو سازمانونو له شمېرنې سره سم، اوس په امريکا کې د ماشومانو شاوخوا ۵ لکه کارګران شتون لري چې په کرهنيزو کارونو بوخت دي او د تمباکو په  چارو کې د ماشومانو د کار حالت ډېر ليدل کېږي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په امريکا کې ۴۵۲ ماشومان د کار په بهير کې د ټپونو له امله مړه شوي چې له جملې څخه يې ۲۳۷ ماشوم کارګران په زراعتي پېښو کې مړه شوي.  

امريکا د نورو هېوادونو د بدنامولو له لارې خپلې ستونزې نه شي حلولی. د امريکا ځينې سياستوال بايد پدې اړه فکر وکړي چې څنګه د کارګرو نړيوال  تړون پلي کړي ، د جبري کار مسئله حل کړي او د امريکايانو قانوني حقونه او ګټې خوندي وکړي.