يانګ جيې چه له بلينکن سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-06-12 11:05:29
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سیاسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مشر يانګ جيې چه د جون په ۱۱مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په بلنې له نوموړي سره تليفوني خبرې وکړې.

يانګ جيې چه په خبرو کې وويل، ډيالوګ او همکاري بايد د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو عمده بڼه وي. چين له امريکا څخه غواړي چې د يو چين پېژندنې اصل مراعات دې وکړي، خپلې ژمنې دې پوره کړي او د تايوان مسئلې پر وړاندې دې احتياطه او مناسبه رويه غوره کړي، څو د چین او امريکا ترمنځ اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات وساتل شي.

يانګ جيې چه زياته کړه، چې چين په فعاله توګه د کرونا وبا ضد نړیواله مبارزه کې ګډون کوي او د دې وبا په بهانه پر چين باندې له ټولو بې اساسه تورونو سره مخالفت کوي. موږ له امريکا څخه هيله لرو چې د حقيقت او ساينس درناوی وکړي، د کرونا ويروس د سرچينې پيدا کول په سياسي مسئله نه ګرځوي او د کرونا وبا پر ضد نړيوالې مبارزې ته پاملرنه وکړي.

بلينکن په خبرو کې وويل، په دې وروستۍ موده کې د امريکا او چين ترمنځ يو لړ تماسونه د خپلمنځي اړيکو لپاره ګټور دي. امريکا هيله لري چې له چين سره په بېلابېلو کچو کې تماسونه او د نظريو تبادلې زيات کړي. امريکا د يو چين پېژندنې اصل او د چین او امريکا د درېو ګډو اعلاميو مراعات کوي. امريکا غواړي له چين سره په مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو باندې بحثونه او همغږي وساتي.