په لومړيو پنځو مياشتو کې د چین د بهرنيو پانګو د کارولو اندازه د تېر کال تر همدې مودې ۳۵،۴ فيصده زيات شوی
CRI2021-06-13 14:38:35
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د بهرنيو پانګو د کارولو اندازه د تېر کال تر همدې مودې ۳۵،۴ فيصده زيات شوی او د ۲۰۱۹ کال تر همدې مودې ۳۰،۳ فيصده زيات شوی دی.

د هغو بهرنيو تصديو شمېر ډېر زيات شوی چې په چين کې پانګونه کوي او د خپلو کاروبارو د پرمختګ په هڅه کې دي. له جنورۍ څخه تر مې پورې په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګو ۱۸۴۹۷ تصدۍ جوړې شوې، چې د تېر کال تر همدې مودې ۴۸،۶ فيصده زيات شوی او د ۲۰۱۹ کال تر همدې مودې ۱۲،۴ فيصده زيات شوی دی.

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراته هېوادونو، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې د پانګونې اندازه د تېر کال تر همدې مودې په جلا جلا توګه ۵۴،۱ فيصده، ۵۶ فيصده او ۱۶،۸ فيصده زياتې شوې دي.