امريکا او تايوان بايد له خطرناکو کړنو څخه لاس واخلي
CRI2021-06-13 15:23:22
شريکول:

د امريکا د مشرانو مجلس ۳ غړو په دې وروستيو کې د پوځي باروړونکې الوتکې له لارې تايوان ته ولاړ او هلته يې وويل، چې امريکا به تايوان ته د کوويد-۱۹ضد واکسين ورکړي. د امريکا د مشرانو مجلس ۲ غړو څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په نژدې راتلونکي کې به د امريکا او تايوان ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په اړه يوه ناسته تر سره شي چې پکې به د تايوان اضافي غوښتنې ته د ځواب ورکولو او د تايوان پوځ ته د کوويد-۱۹ ضد واکسين د ورکولو په اړه بحثونه وشي.

امريکا په دې وروستيو کې څو ځلې تايوان ته د مرستندويه واکسين د ورکولو ژمنې کړې او غواړي چې د دغو کړنو له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د تايوان سيمې حکومتي اداره ځان کړي. خو تر اوسه پورې امريکا خپله ژمنه نه ده پلې کړې چې تايوان ته به ۷۵۰ زره ډوزه د کوويد-‍‍۱۰ضد واکسين ورکړي.

اوس په تايوان کې د کرونا وبا حالت د سختېدو په حال کې دی، خو امريکا د تايوان تنګي د دواړو غاړو په اړيکو کې د نفاق اچولو او د واکسين د سياسي کېدو په هڅه کې ده. د دې تر څنګ، د چين سترې برخې د مۍ په پيل کې په تايوان کې د کرونا وبا حالت له سختېدو راهيسې څرګده کړې چې تر خپلې وسې پورې به د واکسين په برخه کې د تايوان له خلکو سره مرسته وکړي. د لومړنې شمېرنې له مخې، د مۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د تايوان د هغو کسانو شمېر ۶۲ زرو ته رسيدلی چې د چين په سترې برخې کې د کوويد-۱۹ضد واکسين تزريق شوي دي.

د تايوان مسئله د چين له اصلي ګټو سره اړه لري او د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې تر ټولو حساسه مسئله ده. امريکا بايد له تايوان سره رسمي تګ راتګ او پوځي تماسونه ختم کړي او د تايوان تجزيه غوښتونکو ته دې غلط پيغام نه ورکوي. که څوک له چين څخه د تايوان د بېلتون په موخه خطرناکو کړنو ته دوام ورکړي، چين به هرومره ورسره کلکه مقابله وکړي.