امريکا د افغانستان په ګاونډ کې څه پلان او موخې لري؟
CRI2021-06-13 12:13:13
شريکول:

د روسيې سپوټنيک خبري اژانس په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هېواد په ګاونډ کې د پوځي اډو په لټه کې ده. د امريکا خبري رسنيو هم ويلي، چې د امريکا د حکومت چارواکو  له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په ګاونډ کې د اډې پر جوړونې بحثونه کړي دي.

څېړونکي پر دې اند دي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د غېر مسئولانه وتلو له امله جګړه ځپلي افغانان له نورو زياتو ستونزو، شخړو او ګډوډۍ سره مخ شوي دي. امريکا اوس په دغې سيمې کې د کنټرول، واک او د ستراتيژيکو سياليو د تفوق د خونديتوب لپاره د افغانستان په ګاونډ کې د خپلو پوځي اډو د جوړولو په هڅه کې ده. د امريکا دغه کړنې د سيمه ييزو حالاتو د ارامۍ لپاره ګټورې نه دي او د سيمې هېوادونو ګټې زيانمنوي، نو د دغه هېواد د ياد پلان د کاميابۍ امکان ډېر کم ليدل کيږي.

امريکا او ناټو د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل کړی او تر دې مهاله يې د اجنډا نژدې نيمه برخه پوره کړې ده. په ورته وخت کې د افغانستان حالات ترينګلي شوي او د وسلوالو طالبانو او افغان دفاعي او امنيتي ځواکونوترمنځ شخړو زور اخيستی دی. د افغان خبري رسنيو په قول، وسله والو طالبانو په تېرې يوې مياشتې کې د دغه هېواد په څو ولايتونو کې ۷ سيمې نيولي، خو طالبان بيا د ۱۴ سيمو د نيولو ادعا کوي. بر سير پر دې په دغه هېواد کې د نورو ترهګريزو ډلو حرکتونه هم د اندېښنې وړ دي.

نيويارک ټايمز  خبر ورکړی، چې د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره د ترهګرۍ ضد نوي پلان د جوړولو په هڅه کې ده، څو په افغانستان کې د استخباراتو د راټولولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې چارې خوندي وساتي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان کينيت مکينزي ويلي، چې امريکا پر دې فکر کوي، چې په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو يوه برخه د دغه هېواد په ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، څو د القاعدې، داعش او نورو ترهګريزو ډلو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

څېړونکي پر دې اند دي، چې له نښو نښانوڅرګنديږي، چې که څه هم امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پريکړه کړې، خو په دغه هېواد کې د خپل قوت پرېښودل نه مني او نه غواړي، چې په بشپړ ډول ووځي. د امريکا د کړنو موخه نه يوازې د افغانستان او ګاونډيو سيمو د کنترول ساتنه ده، بلکې غواړي په دغې سيمه کې د سيالو هېوادونو د قوت مخه هم ونيسي .

د لان جو پوهنتون د افغان چارو څېړنيز مرکز مدير جو يونګ بياو په دې نظر دی، چې امريکا منځنۍ اسيا له چين او روسيې سره د مقابلې مرکز په توګه بولي او هم غواړي په افغانستان او منځنۍ آسيا کې د پوځي اډو له لارې  پر ايران فشار واچوي.

نوموړی پر دې اند دی، چې امريکا د افغانستان په پوځي او استخباراتي ادارو کې لاس لري او کولی شي، چې د اجنټانو له لارې د دغه هېواد پر کورنيو کړيو اغېزې ولري او په دغه هېواد کې خپل شته والي ته دوام ورکړي.

د امريکا ياد نيت له ډېرو ستونزو سره مخ دی. ښاغلي جو يونګ بياو وايي، که څه هم په دې وروستيو کې په دې اړه ډېر خبرونه خپاره شوي، چې امريکا غواړي د منځنۍ آسيا هېوادونو کې خپل ځواکونه بيا ځای پر ځای کړي، خو دغه هېوادونه محتاط دي او تر اوسه يې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.