د چین اقتصادي وده، د نړۍ پرمختګ سره مرسته کوي
CRI2021-06-14 12:19:53
شريکول:

د افغانستان د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالباسط  کروخېل تازه په دې وروستيو کې د چين د اقتصادي پرمختګ په هکله د چين د مډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د مرکز د پښتو څانګې له خبريالې سره مرکړه وکړه.  چين په دې وروستيو کلونو کې د اقتصادي ودې او انکشاف په برخه کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. د چين د دومره ژر پرمختګ راز څه دی؟ د عبدالباسط کروخېل خبريالې ته ځواب ورکړ چې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د حکومت اغيزناکې ادارې دي.

ښاغلي عبدالباسط کروخېل وويل، که څه هم کورونا وبا مخکې په چين کې خپره شوه، خو د دغه هېواد چارواکو په مناسب وخت د وبا مخنيوي لپاره خورا سخت اقدامات وکړل، چې پایله کې يې دغه هېواد د اروپايي هېوادونو په څېر اوس دويم ځل قرنطين نه پلي کوي. له همدې کبله د نورو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو برعکس چين کې د ۲۰۲۰ کال اوږدو کې له کساد بازارۍ ځان وژغوره او اټکل کېږي چې وده يې څه دپاسه دوه سلنې ته رسېدلی.

د يو هېواد لپاره اقتصاد ځکه ډېر مهم او ارزښت لري چې ټول کارونه يې د اقتصاد پرمټ ولاړ دي. په حقيقت کې فقر ريښتيا هم له سړي لاره ورکوي. د چين د اقتصاد په اړه موندنې ښيي چې له دې ټولو زيانونو سره سره به هم چين وکولای شي خپل اقتصاد بېرته لوړ کړي، ځکه هغوی به بيا هم دا هڅه کوي چې بهرنيو پانګې اچونې کمپنيو ته د پانګې اچونې اجازه ورکړي او خپل توليد لوړ کړي.

چين په خپل پلان کې بېلابېلې تګلارې لري لکه د سود بيه کمول، د مالياتو کمول، په کرايي ځايونو د مايې کمول او شغلي کارونو ته بيا زينه برابرول دي. چين تل هڅه کوي بهرنۍ کمپنۍ په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي. ځينې کمپنۍ چې خپل توليدات پيلوي لومړی چين ته ځي او له هغې ځايه پانګونه يلوي ځکه په چين کې د کار کوونکو حق الزحمه نسبت نورو ملکونو ته کمه او له بل لوري د ماليې ښې تګلارې لري.

ښاغلي عبدالباسط  کروخېل راپورونه لوستلي او په دې اړه يې وايي، د کرونا وايروس له امله د چين اقتصاد کمزور شو چې ريکارډ يې جوړ کړ او د کچې دا کموالی کمساری و.خو په دې وروستيو کې د ياد هېواد اقتصاد بېرته مخ پر ودې روان دی. چين هغه هېواد دی چې لومړی پکې کرونا رنځ پيدا شو، سخت يې وځپوو، خو ژر يې له دغه رنځ سره د چټکې مبارزې له امله ځان خلاص کړ.

د چين د احصايې ملي ادارې تازه شمېرنه ښيي چې د دغه هېواد اقتصاد د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې خپل پخواني حالت د ګرځېدو په حال کې و او د برقي موټرونو، باروړونکو موټرونو، صنعتي ربوټونو، سکواټرونو او ميکروکمپيوټرونو د توليد اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زياته شوې ده.

په وروستيو لسيزو کې د چين اقتصاد چټک بدلون موندلی دی. په تيرو کې، دا د يوې ځانګړې پلان شوې اقتصادي سیسټم په شاوخوا کې د ځانګړو کمونيزمونو سره تمرکز درلود او د نړيوالې سوداګرۍ او بهرنيو اړيکو سره تړل شوی و. په ۲۰۱۰ کال کې چين د نړۍ دوهم  لوی اقتصاد و او نن ورځ چين د نړۍ په هيوادونو کې په اقتصاد  تړلی دی.

ښاغلي عبدالباسط  کروخېل ويلي، چين اوس د نړۍ په ټکنالوژيکي نوښتونو کې هم مهمه ونډه اخلي. په داسې حال کې چې نړۍ کې نوی صنعتي انقلاب رامنځته کېدونکی دی، نوښتونه د نړۍ د اقتصاد تر ټولو ستره چلوونکې قوه ګڼل کېږي. چين د تاريخ په اوږدو کې د نوښتونو مهم مرکز پاتې شوی چې پاڼې جوړول، چاپ، باروت او کمپاس يې څلور ستر نوښتونه بللی شو.

چين په معاصر تاريخ کې په دې برخه کې کم کاره و، خو په وروستيو کلونو کې بيا دې برخې ته راګرځېدلی او د کوانټوم مخابراتو، سوپر کميوټرونو او د انرژۍ د لېږد په څېر بېلابېلو برخو کې په نوښتونو سره د مخکښو هېوادونو په کتار کې درېدلی دی.

په همدې حال كې د چين وده او انكشاف ښيي چې يو هېواد كولاى شي چې خپل انكشافي مسير د خپل تاريخ او واقعيتونو پر اساس غوره كړي. د چين وده او انكشاف د نورو هېوادونو اعتماد د پرمختګ د مستقلې تګلارې د انتخاب لپاره تقويه كړى دى چې له خپلو ملي شرايطو او واقعيتونو سره سم موډل انتخاب كړي.

د عبدالباسط  کروخېل په اند، که چيری چين همداسې روان وي نو حتما به نړۍ اول اقتصاد شي ځکه د يو هېواد لپاره اقتصاد ځکه ډير مهم او ارزښت  لري چې ټول کارونه يې د اقتصاد پرمټ ولاړ دي. په حقيقت کې فقر ريښتيا هم له سړي لاره ورکوي.