شي جين پينګ د هو بې ولايت په يوې هستوګنې سيمې کې د ګازو د پايپلاين د چاودنې په هکله اړوندو څانګو ته مهم هدايت کړی
CRI2021-06-14 11:50:04
شريکول:

د چين د هو بې ولايت د شي يان ښار د جانګ وانګ وان ناحيې د يوې هستوګنې سيمې په يوه بازار کې د جون د ۱۳مې نيټې د سهار په ۶بجو او ۴۰ دقيقو د ګازو پايپلاين چاودنه وکړه چې له امله يې ۱۲ تنه وژل شوي، ۳۷ تنه سخت ټپيان او ځيني يې سرسري ټپيان شوي دي.

له دغې پيښې وروسته د چين د کمونېست ګوند مرکزي حکومت او دولتي شورا دغې پيښې ته ډېره پاملرنه کړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ سمدستي اړوندو څانګو ته مهم هدايت وکړ چې تر وسې پورې ټپيان وژغوري، د مړه شويو کسانو او ټپيانو کورنيو غړو سره دې ژوره همدردي او خواخوږي وکړي او د پيښې لامل دې ژر روښانه کړي. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې د بېلا بېلو سيمو اړوندې څانګې بايد په بشپړه توګه د امنيت ساتلو په برخه کې کمزورتياوې پيدا کړي او د سختو ناڅاپي پيښو د رامنځته کولو مخه دې ونيسي، د خلکو د ژوند او مال امنيت تامين کړي، د ټولنې ثبات دې وساتي او د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې لپاره دې ښه چاپيريال برابر کړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ هم اړوندو څانګو ته هدايت کړی دی. اوس د دغې پيښې په اړه د څيړنې او د ټپيانو د درملنې اوژغورنې کارونه روان دي.