چين به د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د راتلونکي پرمختګ لپاره لارې چارې ولټوي
cri2021-06-14 11:05:17
شريکول:

د چين جنوب ختيځ جه جيانګ ولايت په دې وروستيو ورځو کې ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د جون په لسمه نېټه د يوه مهم سند په خپرولو سره له ياد ولايت څخه ملاتړ کړی، چې د ګډې شتمنۍ باکيفيته نمونوي سيمه جوړوي. داسې ښکاري، چې دغه ولايت به د ټولو چينايانو د ګډې شتمنۍ د موخې د تر سره کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون يوه څرګنده ځانګړتيا دا ده، چې د اصلاحاتو د سترو دولتي تدبيرونو له خپرېدو نه مخکې تل دغه شان تدبيرونه په ځينو نمونوي سيمو کې پلي کوي. د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې په پای او د اتمې لسيزې په پيل کې چين تر هر څه لومړی د شن جن، جو های، شان تو او شیا من ښارونو په شمول څلور ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې کړې او په ټول هېواد کې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو لپاره لاره هواره کړه. د چين حکومت په ۲۰۱۹ کال کې يو مهم سند خپور کړ، چې له مخې يې شن جن ښار د چين د ځانګړي سوسياليزم د پلې کېدو نمونوي سيمه وګرځېده او دغه ښار اوس په نړۍ کې د نوښت او صنعتي چارو د جوړولو اغيزلرونکی مرکز او د سوسياليستي عصري او غښتلی هېواد د ابادۍ لپاره يوه ښاري نمونه ګرځيدلې ده. د چين رهبرۍ ډلې اوس بيا پرېکړه کړې، چې په جه جيانګ ولايت کې د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمه جوړه کړي، څو د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره لارې چارې پيدا کړي.

د چين د سوسياليزم د ابادۍ بنسټيزه غوښتنه دا ده، چې ټول چينايان په ګډه شتمن شي او دا له لرغوني زمانې راهيسې د چينايانو خوب دی.

څه باندې دوه زره کاله دمخه، د چين مفکر، ښوونکي او د کنفيوشيزميزم علم جوړوونکي کنفوسيوس ويلي و، چې مونږ د شتمنيو د ويش پر نشتوالي اندېښمن نه يو، بلکې د شتمنيو پر غير عادلانه ويش انيښمن يو. مونږ د خلکو پر بې وزله ژوند انديښمن نه يو، خو د دوی د ژوند پر بې ثباتۍ او نا ارامۍ انديښمن یو. د چين په ډېرو لرغونو کتابونو کې هم داسې مفکوره انځور شوې، چې له مخې يې چينيان په ګډه شتمن شوي دي.

د چين حکومت د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې په پای کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره غوره کړه. د دې تګلارې عمومي ‌ډيزانر فقيد رهبر دنګ شياو پينګ ويلي وو، چې ځيني وګړي بايد تر نورو مخکې شتمن شي او له نورو سره د دوی د مرستو له لارې بايد د ټولو چينايانو د ګډې شتمنۍ موخه تر سره شي. د چين  حکومت له څه باندې څلوېښتو کلونو راهيسې يعنې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کولو په بهير کې ښې پايلې تر لاسه کړي، چې له دې کبله ځيني چينايان شتمن شوي، خو د ټولو چينايانو ګډ شتمنېدل به د چين د راتلونکي پرمختګ کليدي موخه وي.

د ټولو چينايانو د ګډ شتمنېدو معنی څه ده؟

د چين رهبر شي جين پينګ په ۲۰۱۴ کال کې ويلي، چې مونږ بايد يو لوی کېک پوخ کړو او بیا يې بايد پر خلکو عادلانه او مساوي وويشو. مونږ بايد د پر له پسې پرمختګ پر بنسټ د ټولنيز عدالت د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړو. د چين د عايداتو د ويش د څيړنيز انسټيټيوټ اجرائيوي مشر لي شه وايي، چې مونږ بايد د ټولو چينايانو د شتمنېدو پر دوو ټکو ښه پوه شو، لومړۍ دا چې شتمني يوازې ځينو وګړو پورې تړاو نه لري، بلکې له ټولو خلکو او هر تن سره تړاو لري او دوهم دا چې هر کس به شتمن شي، خو کچه به يې بېله وي.