نافتالي بينيټ د اسرائيل د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه
CRI2021-06-14 11:43:53
شريکول:

د اسرائيل د نوي حکومت چارواکو د جون په ۱۳مه نېټه د خپل نوي ماموريت د پيل لوړه وکړه. د يامينا ګوند مشر نافتالي بينيټ د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه دنده پر غاړه واخيسته.

دا د اسرائيل په تاريخ کې لومړی ځل دی چې عرب سياستوال ګوند په حکومت کې شامل شوی او په دې سره او د ليکود مشر نيتانياهو دوولس کلنه واکمني پای ته ورسيد.

په همدې ورځ د اسرائيل پارلمان د نوي حکومت د جوړېدو لايحه تصويب کړه. بينيټ په همدې ورځ ماښام د نوي حکومت په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړه چې نوی حکومت به د خلکو تر منځ توپيرونه حل کړي تر څو دولت خپلې چارې عادي پرمخ يوسي. هغه وويل، د مختلفو ايډيالوژيو لرونکي حکومت د برياليتوب د تامين لپاره بايد د نوي حکومت بېلا بېلې ډلې د ايډيالوژيو په برخو کې صبر او زغم وساتي.