نن ورځ د چين له ښامار کښتۍ اختر سره برابره ده.
چينايان په دغه ورځ د ځونګ ځه په نوم ځانګړی خوراک پخوي، په سیندونو کې د کښتيو چلولو سيالي کوي او له همدې لارې هيوادپاله شاعر چو يوان يادوي او خپلې نيکې هيلې ورته ډالۍ کوي.
دغه اختر د چين لومړی اختر دی، چې د نړۍ د غير مادي کلتوري ميراث په لېست کې شامل شوی دی.