د اويغوريانو لپاره تش په نوم ځانګړې محکمه ډېره مزخرفه ده
CRI2021-06-14 11:44:14
شريکول:

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د جون په ۱۲مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. په دغه مطبوعاتي غونډه کې د کاشغر، خوتن او اقسو د مسلکي تکنالوژيو د ښوونې او روزنې له مرکزونو څخه فارع شويو زده کوونکو وويل د چين ضد ځينو بهرنيو ځواکونو په بريتانيا کې د اويغوريانو لپاره تش په نوم ځانګړې محکمه جوړه کړئ او په بد نيت يې پر يادو مرکزونو د تور لګولو لپاره جعلي او درواغجن شواهيد جوړ کړي دي. په حقيقت کې دوی په دغو مرکزونو کې له زده کړو وروسته تندلاري او افراطي مذهبي نظريې له لاسه ورکړي او اوس ثابت کار او نيکمرغه ژوند لري.  

د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې د حکومت مطبوعاتي وياند يليجان انايټي وويل، له حقيقتونو څخه څرګنديږي چې په شينجيانګ کې د مسلکي تکنالوژيو د روزنې او ښوونې کارونو له لارې د ترهګرۍ او تندلارې د رامنځته کولو شرايط له منځه وړل شوي او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونه تامين شوي، د سيمه ايز امنيت او ثبات ساتنه شوې ده. د اويغوريانو لپاره د تش په نوم د ځانګړې محکمې ټول فعاليتونه د شينجيانګ له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي په هدف د دښمن د ځواکونو ننداره ده.