د قزاقستان کارپوه: د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري
cri2021-06-15 11:02:50
شريکول:

نن ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابره ده. د قراقستان د ولسمشرۍ کتابتون مرستيال مشر تيمور شاميرګنوف د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د دې سازمان د جوړېدو له شلو کلونو راهيسې د تر لاسه شويو سترو لاسته راوړنو لوړه ارزونه وکړه او په خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور د دغه سازمان بنسټ دی.

قزاقستان د شانګهای همکارۍ سازمان له بنسټګرو څخه دی او د دې سازمان له لارې يې د سيمه ييز امنيت، سوداګريزو او کلتوري همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کړې او کوي يې. د قزاقستان د ولسمشرۍ کتابتون مرستيال مشر شاميرګنوف وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو په تېرو شلو کلونو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د لاټينګښت او د څو اړخیزو همکاريو د پياوړتيا لپاره خپل مهم رول لوبولی او د دې سازمان د جوړېدو په پيل کې يې ټاکل شوې موخه هم تر سره کړې ده. د دې سازمان د پيمانې په زياتېدو سره اغيزې يې هم ډېرې شوي او نورو سيمو ته په خپرېدو دي. هغه د ياد سازمان د شل کلن پرمختيايي بهير د يادونې په ترڅ کې وويل چې د غړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور د دغه سازمان بنسټ او ځانګړتيا ده.

 هغه وويل، دغه ټکی بايد په ګوته کړو چې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له امله نوی امنيتي همکاريز موډل جوړ شوی او سيمه ييز امنيت او ثبات په اغيزمنه توګه تامين شوی او د بېلا بېلو ګواښونو مخنیوی شوی دی.دغه سازمان داسې کارونه د پوځي ائتلاف پر بنسټ هم نه نشوای تر سره کيدلی ، په خبرو اترو يې تر سره کړل. د دغه سازمان بنسټ متقابل باور دی او همدا د دغه پرمختيایي سازمان ځانګړتيا هم ده.

د تيمور شاميرګنوف په اند د شانګهای د همکارۍ سازمان د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او سيمه ييزو مسئلو د حل وفصل لپاره ګټور دی. هغه زياته کړه، د دې سازمان د جوړېدو له امله د قزاقستان او سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د نيک او ښه ګاونډيتوب اړيکې ډېرې ټينګې شوي او مونږ په سيتماتيکه توګه د سيمه ييزو مسئلو په باب بحث کوو  او د ځينو مسئلو د حل وفصل لپاره لارې چارې لټوو.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې په راتلونکي یوه موده کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له بازاري ځانګړتياوو څخه په استفادې سره سوداګريزې ستونزې او سوداګريزې ساتونکې کړنې لېرې شي او د سيمه ييزو هېوادونو او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره به ښه ډګر جوړ شي او د سيمه ييزې سوداګريزې همکارۍ لپاره به ښه راتلونکی برابر شي. هغه وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان د چين له خوا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او يوې لارې او يو کمربند د وړانديز د پلي کولو لپاره مهم ډګر ګرځېدای شي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره پاکستان، هند، د منځنۍ اسيا هېوادونه او روسيه راجلبولی شي او د سيمه ييزو پانګونو لپاره به يو ښه دګر وګرځي. د دې ترڅنګ دغه سازمان د قانون جوړولو او تګلارو په برخه کې د سوداګريزو ستونزو د لېرې کولو لپاره ښه رول لوبولی شي او دغه ټکی د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره ډېر ګټور دی.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان په امنيتي چارو کې د اسيا د متقابلو همکاريزو او باوري تدبيرونو له غونډې سره همکارۍ پياوړی کولی شي او دغه سازمان باید په دې برخه کې د اسيايي هېوادونو د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.