ګوټريس له جي ۷ هېوادونو وغوښتل چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه خپلې ژمنې پوره کړي
cri2021-06-15 10:52:36
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د جون په ۱۳مه نېټه يو ځل بيا له پرمختللو هېوادونو په تېره بيا د ۷ هېوادونو له ډلې وغوښتل چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه هغه ژمنه پوره کړي چې هر کال به پرمختيايي هېوادونو ته د مرستې په پار سل ميليارډه امريکايي ډالر برابروي. ګوټريس پر دې ټينګار وکړ چې دغه ژمنه د بېلا بېلو هېوادونو د باور او اعتماد د جوړېدو او په پاريس تړون کې د ټاکل شوې موخې  د عملي کېدو لپاره ستر اهميت لري. 

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ګوټريس له نظر سره همغږي وښوده او و يې ويل، چې پرمختللو هېوادونو په تېره بيا د ۷ هېوادونو ډلې تر اوسه خپله ژمنه نه ده پوره کړې او د اقليمي بدلون د مخنيوي موخې د عملي کېدو پر وړاندې يې ډېر خنډونه جوړ کړي دي. (هيله)