ولاديمير پوتين: د روسيې او امريکا اړيکې د تېرو کلونو په پرتله ټيټې کچې ته رسيدلي
CRI2021-06-15 15:24:16
شريکول:

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویبپاڼې د جون په څوارلسمه نېټه خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د امريکا له اېن بي سي راډيو سره په يوې مرکې کې ويلي، چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې د تېرو کلونو په پرتله ټيټې کچې ته رسيدلي دې او دواړه خواوې اړتيا لري، چې د ځينو مسئلو په اړه خپلو نظريو او کړنو ته بيا کتنه وکړي.

پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، چې روسيه او امريکا بايد د ځينو مسئلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي، څو دواړه هېوادونه د ګډو ګټو له مخې د ګډې علاقې وړ مسئلې په اغېزمنه توګه حل کړي. روسيه هيله لري، چې د فضانوردۍ په برخه کې له امريکا سره همکاري وکړي، ځکه اوس دواړه هېوادونه يوازې په کمو برخو کې ګډې ګټې لري چې يوه يې د فضانورۍ همکاري ده.