د امريکا او ترکيې د ولسمشرانو ترمنځ ملاقات بريالی ګڼل کېږي
cri2021-06-15 15:24:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا او ترکيې ولسمشرانو جوبايډن او رجب طيب اردوګان د جون په ۱۴مه نېټه په بروکسيل کې ملاقات وکړ او دواړو خواوو دغه ملاقات بريالی وباله. خو دوی د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي په هکله هېڅ مشخص تدبيرونه په ډاګه نه کړل. 

د ناټو سرمشريزه غونډه په همدې ورځ په بروکسيل کې ترسره شوه او د دې غونډې په ترڅ کې اردوګان او جوبايډن سره ملاقات وکړ. دا د امريکا د ولسمشر په توګه د جوبايډن تر لوړې وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ د لومړي ځل ملاقات دی. 

جوبايډن تر ملاقات وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ده او اردوګان ترمنځ ملاقات بريالی و، دوی د ځينو مسئلو په اړه مشخص بحثونه کړي دي. 

اردوګان ويلي چې د ترکيې او امريکا ترمنځ نه حلېدونکې ستونزه نه شته. دواړو خواوو موافقه وکړه چې بايد د دواړو هېوادونو د خبرو اترو اغېزمنه لاره وکاروي. (هيله)