د چين د بهرنيو چارو وزارت د جي۷ هېوادونو په اعلاميې کې د چين په تړاو موضوعات غندي او ټينګ مخالفت يې کوي
CRI2021-06-16 11:02:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په پنځلسمه نېټه د جي۷ هېوادونو په خپرې شوې اعلاميې کې د چين په اړوند د موضوعاتو په هکله وويل چې د جي۷ سرمشريزې غونډې په اعلاميې کې د چين د هانکانګ، شينجيانګ، تايوان او سمندر د موضوعاتو په پلمه پر چين تورونه لګول شوي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې ده. د دوی دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو او هدفونو څخه سخته سرغړونه ده، د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو له زماني تمايل سره سمون نه خوري، دغه راز دا اعلاميه دا ښيي چې د امريکا په شمول لږ شمېر هېوادونه په بد نيت ستونزې او خنډونه جوړوي، توپيرونه او اختلافونه زياتوي. چين د دوی له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.