شانګهای همکارۍ سازمان په تېر شل کلن مزل کې د نړۍ لپاره څه کړي ؟
cri2021-06-16 11:15:08
شريکول:

شانګهای همکارۍ سازمان په تېر شل کلن مزل کې د نړۍ لپاره څه کړي ؟

د روان کال د جون ۱۵ مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو ۲۰ مه کليزه وه. دغه سازمان د جوړېدو په لومړيو کې ۶ غړي هېوادونه درلودل، خو اوس يې شمېر ۸ ته زيات شوی او د دې ترڅنګ  ۴ کتوونکي هېوادونه او ۶ ملګري هېوادونه هم لري.

د نړیوال سياست ډېری کارپوهان پدې باور دي، چې اروپا او اسيا پر نړيوال جيوپوليتيک ډېر نفوذ لري، د شانګهای همکارۍ سازمان اړوند هېوادونه د اروپا او اسيا لويو وچو درې پر پنځه برخه ځمکه نيسي او نفوس يې هم د نړۍ نږدې نيمه برخه جوړوي، نو دغه سازمان پر نړيوالو چارو ډېر نفوذ او اغېز لرلی شي. که څه هم د دغه سازمان د اړوندو هېوادونو د پرمختګ وضعيت او سياسي نظامونه يو له بل سره فرق لري، خو دغه سازمان بيا هم په تېرو شلو کلونو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او  اقتصادي همکارۍ او د تمدنونو د نظر تبادلې په پراخولو کې ډېر رول لوبولی او لامل يې دا دی ،چې دغه سازمان له جوړېدو راهيسې د متقابل اعتماد، ګډو ګټو، مساوات، ګډو سلامشورو، د تمدنونو تنوع او ګډ پرمختګ پر اصولو ټينګار کوي، کوم چې اړوند هېوادونه يې ” شانګهای روحيه“ بولي.

د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ولاديمير نوروف وايي، چې ” شانګهای روحيه په تېرو ۲۰ کلونو کې جالبه او مثبته ثابته  شوې ده.

د دغه سازمان اړوندو هېوادونو د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې  په اړه يو لړ تړونونه لاسليک کړي او تر لسو ځلو زيات يې د ترهګرۍ ضد پوځي تمرينونه ترسره کړي دي. د دې ترڅنګ خپلمنځي همکارۍ يې د تندلارۍ او جلاغوښتنۍ پر وړاندې مبارزې، د نشه يي توکو ممنوعيت، د قوانينو د پلې کولو، د پيسو مينځلو او نړيوالو جرمونو د مخنيوي په ګډون بېلابېلو برخو ته پراخې کړي او پدې سره يې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره لازيات رول لوبولی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت شل شل کاله وړاندې ۱۷ميليارډه او ۱۴۰ ميليونه ډالره ښودل شوی و ، خو اوس يې شمېر۲۴۴ ميليارډه او ۸۵۰ ميليونو ډالرو ته زيات شوی او کلنی زياتوالی يې ٪15 ښودل شوی دی. د دې ترڅنګ د دغه سازمان غړو هېوادونو د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې يو لړ پروژې بشپړې کړي او خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي. د بېلګې په توګه، د چين او روسيې ترمنځ د طبعي ګازو ترانزيتي نل ليکه جوړه شوې او د چين او اروپا ترمنځ د باربارۍ اورګاډو  تګ راتګ پيل کړی دی.

د يادونې وړ دا ده، چې شانګهای همکارۍ سازمان پر څو اړخيزم ټينګار کړی او د متقابل درناوي، د عدالت ساتنې او د ګډو ګټو د ترلاسه کولو په برخو کې يوه نومونه ګرځېدلې ده.

د دغه سازمان غړي هېوادونه د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په بهير کې يو له بل سره تجربې شريکوي او د واکسين او درملو د توليد او د طبي موادو د تامينولو برخو کې يو له بل سره همکارۍ کوي. سربيره پردې دوی د سيمه ييزو  موضوعاتو د حل لپاره ګډې هڅې کوي. د بېلګې په توګه چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د روان کال په مۍ کې د افغانستان مسئلې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه ، څو سيمه ييز امنيت لاښه وساتلی شي.

ډېری شننونکي او کارپوهان پدې باور دي، چې شانګهای همکارۍ سازمان به هيڅکله پوځي ائتلاف ونه ګرځي، ځکه دغه سازمان د ناټو په ګډون د غربي هېوادونو د اتحاد له سيستم سره بيخي فرق لري او خپل هدف يې يو له بل سره منسلاک او تقابل او د درېيمې خوا ګډ مخه نيول نه ، بلکي د عادلانه نړيوال نظم ساتل، د تمدنونو تبادله او د ملګرو ملتونو له رول او څو اړخيزم  ملاتړ کول بولي، چې دا د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري.

په داسې حال کې چې ځيني غربي هېوادونه د نوې سړې جګړې د پارولو او د کوچنۍ سياسي ډلې د جوړولو په لټه کې دي، د شانګهای همکارۍ سازمان تېر شل کلن پرمختګ خلکو ته وريادوي ، چې د انسانانو د ګډو ګټو لپاره پر څو اړخيزم ټينګار په کار دی.