وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو برمې کليزې په پار ميلمستيا کې ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-06-16 11:03:51
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو شلمه کليزه د جون په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې ولمانځل شوه او دغه سازمان په همدې تړاو ځانګړې ميلمستيا تر سره کړه او د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پکې ويډيويي وينا وکړه.

وانګ يي خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دغه سازمان بايد په نوي تاريخي پيل کې د زماني تمايل له مخې کارونه  تر سره کړي، ګډې دندې دې پر غاړه واخلي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره دې لا زيات خدمتونه تر سره کړي.هغه په دې هکله څلور فقره اييز وړانديز وکړ:

لومړۍ: شانګهای همکارۍ سازمان بايد د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نوې نمونه جوړه کړي.  

دويم: دغه زاسمان دې د همکاريو له لارې د ګډو ګټو شريکولو نوی انجن پياوړی کړي، په يووالي سره دې له کرونا وبا سره ټينګه مبارزه وکړي او د روغتيا ساتلو ګډه ټولنه دې  جوړه کړي.

درېيم: د دغه سازمان غړي هيوادونه دې د تمدنونو د شريکولو نوې پاڼه پرانيزي. د فرهنګ او کولتور باور دې پياوړی کړي، د مختلفو تمدنونو تر منځ د تګ راتګ لارښوونکی رول دې ولوبوي.

څلورم: دغه سازمان دې د نړيوالې ادارې نوې دنده پر غاړه واخلي.