چين د کوم هېواد پر وړاندې سيستماتيکې ننګونې او چيلنجونه نه جوړوي
cri2021-06-16 11:02:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۵مه نېټه وويل چې چين د کوم هېواد پر وړاندې سيستماتيکې ننګونې او چیلنجونه نه جوړوي او  خپل حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې به ټينګې وساتي.

په دې وروستيو ورځو کې د ناټو د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه په بروکسيل کې تر سره شوه او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي چې چين د نړيوال نظم او د ناټو د امنيت پر وړاندې سيستماتيکې ننګونې او چيلنجونه جوړوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان په خپلو خبرو کې وويل چې ناټو له يوې خوا له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې پوځي لګښت دې د خپل هېواد د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت دوه سلنې ته ورسوي اويا دې له دغه شمېر څخه هم زيات کړي. له بلې خوا يې د چين د عادي دفاعې او پوځي چارو پر عصري کېدو تورونه لګولي دي. دغه سازمان تل دوه ګوني معيارونه غوره کړي دي. (غاټول)