د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جون په ۱۶مه نېټه د سويس په ژنيو کې ملاقات وکړ. دواړو خواوو تر ملاقات وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به د وسلو کنټرول او د شخړو د ګواښ د ټيټولو په اړه ثابتې ستراتېژيکې خبرې اترې وکړي. (هيله)